سرپل کې د سلو کسانو د ډله ییز واده مراسم ترسره شول

په سرپل کې د یوه سوداګر له لوري سلو کسانو ته د ډله ییز واده مراسم ترسره شول.

د باختر خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د واده د مراسمو ترڅنګ د یاد سوداګر له لوري هر زوم ته ۲۰۰۰۰ زره افغانۍ نغدې او دوه دوه شپږ مترۍ قالینې هم په ډالۍ کې ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د حاجي سیداحمد سېلاب خیریه بنسټ هم خبر ورکړی و، چې په نږدې راتونکي کې به په ننګرهار کې لسګونه ځوانانو ته د ډله ییز واده مراسم جوړ کړي.

تر دې وړاندې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ډله ییز ودونه شوي دي.

Back to top button