نیمروز کې يوه سړي د خپلې کورنۍ نهه غړي وژلي دي

د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې یوه سړي د خپلې کورنۍ نهه غړي وژلي دي.

د باختر خبري اژانس د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمد مهاجر له خولې وایي، چې د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې يوه سړي د خپلې کورنۍ نهه غړي په بې رحمانه ډول وژلي دي. دغه کس چې ویس نومیږي د فراه ولایت د قلعه زال ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د یاد اژانس په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سړي خپله مېرمن، ماشومان او خسر د نامعلومو دلایلو له مخې وژلي او له کوره تښتېدلی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د نيمروز ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې د پېښې پخلى کړى او ويلي يې دي، چې دغه سړى د زرنج اوسنى اوسېدونکى و او تېر ماښام يې د خپلې کورنۍ ټول غړي وژلي دي.

Back to top button