ننګرهار کې‌ يو تن د پسونو د قاچاق په تور نیول شوی

ننګرهار کې يو تن پاکستان ته د 350 پسونو د قاچاق په تور نيول شوى.

د سرپرست حکومت د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي؛ چې ددې ولايت بټي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ پوليسو د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه کس نيولى چې غوښتل يې 350 پسونه پاکستان هېواد ته قاچاق کړي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالصبور زابلى وايي، نيول شوى کس اوس مهال د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې تر تحقيق لاندې دى.

Back to top button