روزګان کې يو سيمه ييز خبريال زنداني شوی

د سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو په روزګان کې يو سيمه ييز خبريال نيولی دی. 

د روزګان سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د سرپرست  حکومت امنيتي مسئولينو د شمس‌الله شمس په نوم د يوې سيمې ييزې رسنۍ خبريال نيولی او زندان کې يې بندي کړی دی.

سرچینه د د‌ سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو له قوله وایي، چې دا خبریال د جنايي جرم په تور نيولی  شوی دی.

په ورته وخت کې سرچينې په روزګان کې د نيول شوي خبريال د کورنۍ غړو له قوله وايي، چې پر شمس‌الله شمس لګېدلی تور  بې بنسټه دی او امنيتي مسؤلينو بې ګناه نيولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په دغه ولايت کې يو خبريال د ورته جرم  په تور  نیول شوی و.

د يادونې ده چې د طالب سرپرست حکومت واک ته رسېدو وروسته د خبريالانو د نيولو دا لومړی ځل نه دی؛ بلکې تر دې وړاندې هم افغان خبريالان د سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو له خوا د خپرونو جوړولو پر مهال ځورول شوي، نیولي او زندان ته اچول شوي دي.

Back to top button