لوګر کې د وسلو یوه لویه ډیپو کشف شوې ده

طالبانو د لوګر په ولایت کې یوه لویه ډیپو کشف کړې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ځایي مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې د وسلو یوه لویه ډیپو کشف شوې ده.
هغوئ زیاتوي، چې دغه لویه ډیپو د لوګر په کلنګار سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کشف شوې ده، چې په کې چاودېدونکي مواد او ګڼ شمېر وسلې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس رسنیو ته ویلي چې په کشف شويو وسلو کې ۴۰۰۰ د کلاشنکوف مرمۍ، ۲۰۰۰ د پیکا مرمۍ، ۳۴ راکټ مرمۍ، لاسي ماینونه او چاودېدونکي مواد شامل دي.

ښاغلی انس زیاتو چې د طالب ځواکونو له لوري په دې تړاو تر اوسه څوک نه دی نیول شوی.

Back to top button