فرانسې نه افغانستان ته ستون شوی خبریال نادرکه دی

پنجره ورځپاڼه: خبریال مرتضی بهبودي چې د فرانسې تابعیت یې لرلو او څو ورځې وړاندې افغانستان ته ستون شوی و، اوس نادرکه دی.

د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ ټولنه يا نی وايي، خبریال مرتضی بهبودي چې د فرانسې تابعیت یې لرلو او بېرته هېواد ته راستون شوی و، د روان ميلادي کال د جنوري له پنځمې نېټې تراوسه نادرکه دی.

دې ټولنې ویلي، يوازينی خبریال دی چې ویل کېږي له فرانسې افغانستان ته راغلی او دلته دی، خو څوک یې پر برخلیک خبر نه‌ دي. بلخوا يوې سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې پنجره ورځپاڼې ته ويلي چې بهبودي طالبانو له ځان سره بيولی، خو طالب امنیتي ادارې بیا د نوموړي په هکله ناخبري ښيي او تراوسه روښانه نه‌ ده چې بهبودي د طالبانو بند کې دی او که کومه بله مسله ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د وروستي راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال پر مهال هېواد کې لږترلږه ۱۱۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي.

Back to top button