سرپل کې د ۴۰ جوړو د واده مراسم ترسره شول

په سرپل کې د څلويښتو جوړو د ډله ييز واده مراسم ترسره شول.

د دې مراسمو جوړوونکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ودونو د لوړو لګښتونو د مخنیوي او د ناوړو دودونو د له منځه وړلو په موخه یې د سرپل ولایت د اوسېدونکو په مالي همکارۍ دغه ډله ییز واده جوړ کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس عمر سرپولي د دغو جوړو د ډله ييز واده د مراسمو هرکلى کوي او وايي چې دغه مراسم د دغه ولايت د هغو اوسېدونکو په نوښت جوړ شوي چې په هېواد کې دننه او بهر ژوند کوي او دا دويم ډله ييز واده دى. چې په سرپول کې تر کېږي.

تر دې وړاندې هم په هېواد کې د خیریه بنسټونو او خلکو په همکارۍ د ډله ییزو ودونو مراسم ترسره شوي دي.

Back to top button