يوه ډله پاکستاني علما افغانستان ته راغلي

پاکستاني علما افغانستان ته راغلي او د طالب سرپرست حکومت له چارواکو سره يې ليدلي دي. 

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د مفتي محمد تقي عثماني په مشرۍ يوه ډله پاکستاني علما څو ورځې وړاندې افغانستان ته تللي او د خپل سفر په ترڅ کې يې نن د طالب سرپرست حکومت مشر ملا محمد حسن اخند سره ليدلي دي.

پاکستاني رسنۍ زیاتوي، چې په دې ليدنه کې دغه ډله علماوو د طالب سرپرست حکومت مشر ملا حسن اخند ته د‌ سیمې او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ټینګښت په برخه کې خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړي دي؛ خو د افغانستان يو شمېر ځايي رسنۍ بيا وايي، چې د يادو علماوو د دې ليدنې په اړه له دوی سره بشپړ جزیات نه دي شريک شوي.

دغه راز پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه پلاوي د سفر موخه د پاکستاني طالبانو قانع کول دي، چې د دغه هېواد پر وړاندې جګړه ودروي او اوربند اعلان کړي.

Back to top button