يوه ډله افغان پيغلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ليک استولی

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بندېز د پرېکړې غبرګون کې يوې ډلې افغان پيغلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک استولی دی.

دوی ليکلي، اسلام د عدل او برابرۍ دین دی او د هر ډول تبعیض ضد دی. په دغه ليک راغلي، چې دا د ټولو  افغانانو غوښتنه ده، څو ماشومان یې له شرعي معیارونو سره سم له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

په دغه ليک کې زياته شوې، چې دوی ته د رڼا لار خلاصه شي او د جهالت له تیارو څخه دې وژغورل شي، ځکه  ټولې اوسنۍ ستونزې له بې سوادۍ څخه سرچینه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامي سازمانونو په ګډون ګڼ شمېر نړۍوالو ادارو او لسګونو هېوادونو هم په کلکه غندلې ده.

Back to top button