تخار کې ترافیکي پېښې یوه نجلۍ وژلې

په تخار کې په ترافیکي پېښه کې یوه اته کلنه نجلۍ مړه شوې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ترافیکي پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د اشکمش او بنګي ولسوالیو په لاره کې رامنځته شوې ده.

د تخار د والي ویاند محب الله نیکزاد سرچینې ته ویلي، چې په ترافیکي پېښې کې مړه شوې نجلۍد بنګي ولسوالۍ اوسېدونکې وه او امینه نومېدله.

د هغه په ​​وينا، دغه نجلۍ یوه موټر وهلې ده او موټر چلوونکی د طالبانو له لوري نیول شوی او اوسمهال تر څېړنو لاندې دی.

Back to top button