فاریاب کې یوې نجلۍ ځان زندۍ کړی

فاریاب ولایت کې یوې نجلۍ ځان زندۍ کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د نظیفې په نوم یوې ځوانې نجلۍ ځان زندۍ کړی دی.

راپورونه وایي، چې دا پېښه د فاریاب ولایت د شيرين تګاب ولسوالۍ د شش تپې په کلي را منځته شوې ده.
تر دې مهاله د نومړوې نجلۍ د ځان وژنې لامل نه دی څرګند شوی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د فاریاب ځایي چارواکو د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button