تخار کې يوې نجلۍ ځان وژنه کړې

تخار کې یوې نجلۍ ځان ته اور اچولی او ژوند يې بايللی دی. 

يوه سيمه ييزه سرچينه وايي، چې د تخار ولايت دشت کلا ولسوالۍ په قم‌النګ سيمه کې يوې پيغلې نجلۍ ځان ته اور اچولی، چې له امله یې خپل ژوند يې بايللی دی.

سرچينه وايي، چې دا نجلۍ بي بي حوا نومېده او د رستاق ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه. سرچينه زياتوي، چې بي بي حوا کوژده هم نه وه کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یادې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله ځان ته اور اچولی و.

سرچينه د نجلۍ د ګاونډيو له قوله وايي، چې خپلوانو لومړی هغه د دشت کلا روغتون، بیا د مرکز تالقان ښار او له هغه ځایه یې غوښتل چې کندوز ته ولېږدوي، خو پر لاره یې ساه ورکړې ده.

په ورته وخت کې د طالب سرپرست حکومت د تخار امنیه قومندانۍ امنيتي مسؤلينو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

Back to top button