پاکستان کې بس موټر کې اورلګېدنې مرګ ژوبله اړولې ده

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد په سند ایالات کې په یوه بس موټر کې د اورلګېدنې له امله  ۱۷ کسان مړه او ۱۵ ټپیان شوي دي. 

د رسنيو د راپورونو له مخې، دغه بس موټر له کراچۍ ښار څخه د سند پر لور روان وو او هغه کورنۍ یې بېرته خپلو سیمو ته وړلې، چې د د ورستیو سېلاوونو له امله بې‌ځایه شوې وې.

پاکستاني رسنۍ همداراز وايي، چې دغه بس موټر د سند ایالات خیرپور ناتهن‌ شاه سیمې ته پر لاره و، چې د لارې په اوږد کې د موټر اېرکنډېشن ماشين اور اخیستی او ګڼه مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

د سیمې پولیسڅ رسنیو ته ویلي، په دې پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي چې ۱۳ هغه یې ماشومان دي.

پوليس همداراز زياتوي، چې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي چې سیمه کې نږدې روغتون ته لېږدول شوي او اوس مهال تر جدي درملنې لاندې دي.

Back to top button