مزارشريف کې د دوه خصوصي رسنيو ودانيو کې اورلګېدنه رامنځته شوې

پنجره ورځپاڼه: د بلخ مزار شريف ښار د دوه سيمه‌ييزو رسنيو «نهاد راډیو او پكان ټلويزيون» په ګډه ودانۍ كې اورلګېدنه رامنځته شوې او خپرونې يې هم بندې شوې دي.

سرچينو ویلي، چې د مزارشريف ښار کې د پكان ټلويزيون او نهاد راډيو ګډې ودانۍ د اورلګېدنې له امله دواړو يادو رسنيو څښتنانو ته ګڼ زيانونه اوښتي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د نهاد راډيو او پيکان تلويزيون ګډه ودانۍ د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې په «کارټ باختر» سيمه کې موقعيت لري او دغه اورلګېدنه په کې نن سهار وخته پيل او شاوخوا يو نيم ساعت يې دوام کړی دی.

سرچينې وايي، چې د اورلګېدنې لامل د برېښنا شارټي بلل شوی، خو د يادو رسنيو مسوولينو د اور لګېدو د لامل په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د يادو دواړو رسنيو له خوا په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له دغې اورلګېدنې وروسته د نهاد راډیويي شبکې د خپل لېږونکي د خرابېدو له امله د نشراتو توان نه لرلو او د یادې رسنۍ یو شمېر نور تجهیزات هم سوځېدلي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button