Trending

د کابل په مکروریانو بازار کې اور لګېدلی

د کابل ښار په مکروریانو بازار کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

د هشت صبح ورځپاڼې د خبر د معلوماتو له مخې، د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د مکروریانو د لیلام پلورونکو په مارکېټ کې اور لګېدلی دی.

دغه اورلګېدنه نن سهار شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا اور لګېدنه پراخه ده او لامل یې تر دې مهاله نه دی څرګند شوی.

تر دې وړاندې د کابل ښار په سوداګریزو مارکېټونو او نورو ځایونو کې د اورلګېدنې پېښې رامنځته شوې دي.

Back to top button