طالبانو څو ورځې وړاندې په بدخشان کې د پوهنتون یو استاد ونیوه، چې تراوسه بندي دی

پنجره ورځپاڼه: د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د پوهنتون او انګلیسي ژبې استاد « پوهنیار سخي داد سنګین» نیولی او بیا یې زنداني کړی دی.

سرچیني وایي، چې نوموړی د طالبانو استخباراتو له لوري د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو د اعتراض وروسته څو ورځې وړاندې ونیول شو او تراوسه پورې یې په هکله هېڅ ډول معلومات نشته.

د معلوماتو له مخې سخي داد سنګین د بغلان ولایت اصلي اوسېدونکی او د اسماعیلیه اقیلیت وګړی دی. هغه د کار پېژندنې په برخه کې د چین له هېواده ماسټري ترلاسه کړې او په بدخشان ولایت کې د استاد په توګه په دنده بوخت و، چې دمګړی د طالبانو په زندان کې شپې سبا کوي.

د پوهنتون یو شمېر استادان او د سخي داد ملګري د هغه په تړاو اندېښنه لري او د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه یې کوي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر کسان په ځانګړې توګه د بشري حقونو فعالان او د پوهنتون استادان په دې تور نیولي، چې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پر تړل کېدو یې اعتراضونه کړې دي. د طالبانو وروستيو اقداماتو نه یوازې په کور دننه بلکې په نړۍواله کچه توند غبرګونونه راپارولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button