په خپرونو کې ښځينه مېلمنې بايد ماسک واغوندي

د طالبانو د نوي فرمان له مخې په ټلويزيوني خپرونه کې ښځینه مېلمنې باید ماسک واغوندي.

طالبانو د افغانستان ټلويزيوني شبکو مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې د خپرونو پر مهال ښځینه مېلمنې باید ماسکونه واغوندي او د کمرې پر وړاندې دې خپل مخونه پټ کړي.

یو شمېر رسنیو د طالبانو دغه حکم منلی او کله چې په پروګرام کې ښځینه مېلمنو ته بلنه ورکوي، هغوی ته یې ویلي چې مخونه دې په ماسکونو پټ کړي.

طالبانو له دې مخکې امر کړی و، چې د خپرونې د ترسره کولو پر مهال باید ښځینه ویاندانې خپل مخونه پټ کړي.

د ښځو مخونو پټولو په اړه د طالبانو حکم – په رسنیو کې د ښځینه ویاندانو په ګډون – ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

په هېواد کې دننه او بهر فعالان وايي، چې د طالبانو دغه فرمانونه د اندېښنې وړ پیغام لري او د ښځو او نجونو ازادي ردوي.

Back to top button