د طالبانو يو مشهور قوماندان ټرافيکي پېښه کې وژل شوی

د غزني سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د‌ ټرافيکي پېښې له امله د طالب سرپرست حکومت يو مشهور قوماندان وژل شوی دی. 

د غزني ولايت سيمه ييزې سرچينې پنجره ورځپاڼې ته ویلي، چې تېره ورځ ناوخته د طالب سرپرست حکومت د سید پیراغا په نوم يو مشهور قوماندان  فرونر ډوله موټر د غزني ښار د روضې کوتل سیمه کې له سړک څخه اوښتی چې په نتيجه کې یې ياد قومندان مړ شوی او همدا راز درې ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

سرچينه د غزني والي ویاند حافظ عمر غزنوي له قوله پېښه تاييدوي او وايي، چې سید پیراغا يوه ورځ وړاندې د حج ادا کولو وروسته هېواد ته راستون شوی و او له کابل څخه غزني ته روان و.

د يادونې ده، چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د روضې کوتل یوه له خطرناکو لارو ده چې وخت ناوخت په‌کې مرګونې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

Back to top button