ننګرهار کې یوه ټولنه ښوونځیو ته کتابونه ټولوي

په ننګرهار کې د یوې ټولنیزې ټولنې غړو ښوونځیو ته له کورونو څخه د کتابونو د را ټولېدو کمپاین پیل کړی دی.

په ننګرهار کې د باور ټولنيزې ټولنې له کورونو څخه د ښوونځیو کتابونو د ټولېدو کمپاین پیل کړی، چې تر دې مهاله یې د ښوونځيو اړوند سلګونه جلده کتابونه چې له کورونو څخه را ټول شوي وو، د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند نظر اباد سيمه کې د امرخېلو عالي ليسې ادارې ته سپارلي دي.

د یادې ټولنې مسوولین وایي، چې له یاد کمپاین څخه یې موخه د زده کړو لپاره کار او خلک د کتاب په ارزښت پوهول دي.

هغوی له خلکو غواړي چې په خپلو کورونو کې ښوونځيو اړوند هغه کتابونه چې دوی استفاده نه ترې کوي د کلیو نږدې ښوونځیو ته وسپاري، څو راتلونکي کې د هېواد نور زده کوونکي ترې ګټه واخلي.

Back to top button