کابل کې یو دیني عالم وژل شوی دی

په کابل کې یو دیني عالم په مرموز ډول وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په کابل کې د شیخ سردار ولي ثاقب په نوم دیني عالم په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې هغه د نبي “علیه سلام” د سیرت بیانولو له امله شهرت حاصل کړی و، او د جلال اباد ښار اړوند نارنج باغ سیمه کې یې لویه مدرسه درلوده.

سرچینه دغه راز زیاتوي، چې شیخ سردارولي ثاقب د افغانستان د تېر نظام له سقوط وروسته بهر تللی وه، خو څو میاشتې مخکې بېرته خپل هېواد ته راستون شوی وه.

طالب سرپرست حکومت د یاد عالم د وژلو په تړاو تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button