هلمند کې برمې ته لوېدلی ماشوم مړ شو

د هلمند سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د دغه ولايت کجکي ولسوالۍ کې برمې څاه ته لوېدلی ماشوم مړ شو. 

يوه سيمه ييزه رسنۍ د طالب سرپرست حکومت د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطبوعاتو آمر محمد قاسم ریاض له قوله وایي، چې د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ په خنجکک کلي کې برمې څاه ته لوېدلي پنځه کلن ماشوم خپل ژوند بايللی دی.

سرچينه زياتوي، چې لا هم د ماشوم جسد نه دی را اېستلی شوی، خو هڅه روانې دي، څو راووايستل شي.

تېره ورځ ماسپښین شاوخوا دوه بجې يو پنځه کلن ماشوم یاده سیمه کې یوې برمې ته لوېدلی، چې د مسئولينو په وینا، ۵۰ مترۍ کې یې بند پاتې و او د امکاناتو نشتوالي له امله يې ژوند له لاسه‌ ورکړ.

Back to top button