
ننګرهار کې یو ماشوم وژل شوی دی
ننګرهار کې يو ماشوم له امنیتي چک پاینټ څخه د تېرېدو پر مهال په ډزو کې وژل شوى دى.
د ننګرهار ولایت د ځایي سرچینو په حواله، تېره شپه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يو ماشوم له امنیتي چک پاینټ څخه د تېرېدو پر مهال په ډزو کې وژل شوى
د عادل په نوم د دغه ماشوم پلار چې د ننګرهار حوزوي روغتون کې دنده لري، رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د جلال اباد ښار د اوومې حوزې اړوند زېړانو سیمه کې شوې.
هغه ویلي “که څه هم څرګنده نه ده چې زوی مې د چا پر ډزو کې وژل شوی، خو امنيتي ځواکونو راته ويلي چې د ريکشا سپرو وسله والو له لوري وژل شوی دی.”
د اوومې امنيتي حوزې امر قاري سيد عالم هم ویلي چې ډزې د ريکشا سپرو وسله والو له لوري شوي دي، خو د خواله رسنیو يو شمېر کاروونکي بیا ادعا کوي چې ماشوم د طالبانو لخوا ویشتل شوی دى.