لغمان کې د اور لګیدنې له امله یو ماشوم مړ شوی

پنجره ورځپاڼه: د لغمان سیمه ییزې رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام اړوند د بابا صاحب ډاک سیمې اړوند «تبۍ» کلي کی داورلګیدنې له امله یو ماشوم مړ شوی، خو مور يې سوځیدلې او ټپي شوې ده.

د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د يوې کورنۍ د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه ويلي، چې په دې پیښه کې د یادې کورنۍ دوه خیمې، یو موټر سایکل، نغدې پیسې او نور د کور ټول وسایل له منځه تللي دي.

په ژمي کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د اورلګېدنې پېښې رامنځته کېږي، چې لامل یې د کورنیو بې احتياطي او د غير معياري توکو سوځول دي.

ظاهر څراغ

Back to top button