لوګر کې یوه خیریه بنسټ ښوونځي ته خونې جوړې کړې

لوګر کې د حاجي منګل احمدزي په نوم یوه خیریه بنسټ یوه ښوونځي ته ۳ نوې درسي خونې جوړې کړې.

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د غیرت اباد د هلکانو منځني ښوونځي ته د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ له لوري ۳ نوې درسي خونې او ۴ تشنابونه جوړ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دغه درسي ټولګي او تشنابونه د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ د ۶۹۰ زرو افغانيو په مالي لګښت جوړ شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د یادو درسي خونو په جوړېدو سره په یوه وخت کې ۱۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

Back to top button