خوست کې یوه خیریه بنسټ له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

د خوست ولایت ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې د «حق خیریه بنسټ» له لوري له ۳۲۴ اړمنو کورنیو سره د ۳،۶میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.

سرچینه وایي، چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۱۱۵۰۰ افغانیو معادله شین چای، لوبیا، وریژې، غوړي او اوړه ورکړل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل دهمزنګ سیمه کې یؤ سړي د اقتصادي ستونزو له امله د خپل څلور کلن ماشوم ترمخ ځانته اور اچولی دی.

واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې د لوږې او بېکارۍ کچه تر پخوا لوړه شوې ده.

Back to top button