د لوګر سېلاوځپلو سره یوه خیریه بنست مرسته وکړه

د انجنیر محمد اصف نبي زي خیریه بنسټ د لوګر له سېلاوځپلو سره مرسته وکړه.

په لوګر کې د انجنیر محمداصف نبي زي خیریه بسنټ د لوګر خوښۍ ولسوالۍ 26 بې کوره شويو سېلاوځپلو کورنیو ته د استوګنې موقتي خونې برابرې کړې دي.

د یاد بنسټ مسوولین وایي، چې د استوګنې په خونو سربېره یې له 300 کورنیو سره د خوراکي لومړنیو توکو اوړو، غوړیو چای، بورې او د کالیو مینځلو پوډرو مرسته هم ترسره کړې ده.

وروستیو سېلاوونو د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې خلکو ته د ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه اړولي او سلګونه کورنۍ یې په کوره کړي دي.

Back to top button