پکتیکا کې یو خیریه بنسټ ښوونځي جوړوي

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو خیره بنسټ ښوونځی جوړوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ‏د ‎پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د “اغا خان خيریه بنسټ” له لوري د یو ابتدایه ښوونځی جوړوي، چې نن یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیکا مسوولین وايي، چې یاد ښوونځی د شپږو تدریسي خونو او نورو اړینو لوازمو په درلودلو سره د یو لک امریکايي ډالرو په لګښت جوړيږي.

اغا خان خیریه بنسټ په داسې مهال په پکتیکا کې ښوونځی جوړوي چې شاوخوا یو کال کېږي طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټوګي څخه د پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او نجونو ته اجازه نه ورکوي چې د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولاړې شي.

Back to top button