شپږيزې ليګ ته د لوبغاړو اخيستلو مراسم ترسره شول

د شپږيزې کرېکټ ليګ سياليو ته اته لوبډلو د خپلو لوبغاړو د ډرافت يا خپلولو مراسم ترسره کړل.

افغان کرېکټ بورډ په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې د شپږيزې کرېکټ ليګ سږني اتم پړاو سياليو لپاره د لوبغاړو د ډرافت یا خپلولو مراسم تېر ماښام په کابل کې ترسره کړل.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د شپږيزې ليګ سږني پړاو ته سلګونه افغان لوبغاړو په بېلابېلو کټګوريو کې نوم ليکنه کړې وه، چې د یاد ليګ د اتو لوبډلو مسؤلانو د هرې لوبډلې په ۱۷ کسيزه نوملړ کې شامل کړل.

همداراز د شپږيزې ليګ اتم پړاو کې دوه نوې لوبډلې هم رامنځته شوي، چې د شپږو لوبډلو پر ځای به سږکال اته لوبډلې د يوه بل پر وړاندې لوبې ترسره کوي.

د‌ يادونې ده، چې د شپږيزې ليګ سږنی پړاو به د جولای میاشتې په ۱۵ نېټه په کابل کې پيل، ۳۲ لوبې به ترسره او شل ورځې به د اګست تر دویمې نېټې پورې دوام وکړي.

Back to top button