کوئټه کې موټر بم چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ ‌ژوبله اړولې ده

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ د بلوچستان مرکز کوئټه ښار په کندهاري بازار سیمه کې د پولیسو پر یو موټر بمي برید خبر ورکوي، چې له امله یې څلور تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د پېښې ډېری قربانیان ملکيان دي. د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بابر یوسفزی وايي، په مړو کې ۲ پولیس او ۲ ملکي وګړي شامل دي.

د سرچینو په وینا، په دې برید کې د پولیسو د تحقیقاتو د برخې د یوه چارواکي موټر په نښه شوی. د دې برید پړه د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په نوم وسله والو منلې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button