د ننګرهار پوهنتون کې یوه ودانۍ بیارغول کېږي

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د شاوخوا یومیلیون افغانیو په لګښت ودانۍ بیارغول کېږي.

د ننګرهار ځایي سرچینې وایي، چې ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د نږدې يو ميليون افغانيو په مالي لګښت د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د بیارغونې چارې پیل شوي.

هغوی زیاتوي، چې د یادې ودانۍ له جوړېدو وروسته به د ښځينه زده کړيالانو د تدریسي خونو او د پوهنځي د انکشاف لپاره کار واخیستل شي.
د سرچينو په وينا، د دې ودانۍ لګښت د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکتر بشیر او د نوموړي په هڅو د څو نورو شتمنو هېوادوالو له لوري ورکړل شوی دی‌.

Back to top button