فاریاب کې یوه ورور خپله خور وژلې ده

په فارياب کې يوه ځوانه نجلۍ د خپل ورور له خوا وژل شوې ده.

په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ د خپل ۱۱ کلن ورور له خوا د کلاشینکوف په ډزو وژل شوې ده.

دغه پېښه تېره ورځ د فارياب ولايت د اندخوى ولسوالۍ د خواجه خاب جومات په کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ١١ کلن ماشوم د پلار په وسلې سره خپله خور پر ډزو پر سر ویشتې او وژلې یې ده. تر دې مهاله د یادې پېښې لامل او انګیزه نه ده څرګنده شوې.

په فاریاب کې د طالبانو د حکومت مسوولینو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button