جوزجان کې یو هلک خپله مور تر وژلو وروسته سوزولې

پنجره ورځپاڼه: د جوزجان سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د دغه ولايت مرکز شبرغان ښار کې یو ځوان هلک خپله مور لومړی وژلې او بيا يې جسد ته اور اچولی دی.

د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي پېښه تائیدوي او وایي، چې دا پېښه نن سهار د شبرغان ښار اړوند «پیر مزید» کلي کې رامنځته شوې ده.

 د سرچينو د معلوماتو له مخې هلک امیدالله نومېږي، چې لومړی يې خپله مور د چاقو په وسیله وژلې او وروسته یې بيا جسد ته اور اچولی دی. سرچينې زياتوي، قاتل د طالبانو له لوري نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

په وروستيو کې د مرموزو او هدفي وژنو تر څنګ په هيواد کې د کورني تاوتريخوالي وژنې هم زياتې شوي، چې خلکو ته يې ګڼې اندېښنې پيدا کړي دي.

د ويلو ده، چې پرون ورځ له سرپل ولايت څخه هم يو راپور ورکړل شوی او د دې ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې يوه هلک خپله کوژدنه او د هغې مور په ډزو وژلي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button