بامیان کې یوه زلمي ځان په دار ځړولی دی

پنجره ورځپاڼه: د بامیان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز د دره فولادي سیمې د «سياه‌خاک» کلي کې د لایق په نوم یوه ۲۲ کلن ځوان ځان په دار ځړولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا ځوان ٢٢ کاله عمر لرلو او په باميانو کې د يوه خصوصي شرکت کارکوونکى و. له بلې پلوه د باميانو د طالبانو والي وياند عبدالصبور سيغاني رسنیو ته ویلي چې یاد هلک د نامعلومو دلايلو له مخې ځان په دار ځړولى او عدلي څېړنه ښيي چې دا پېښه بل چا پورې اړه نه لري.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د ځان وژنو پېښې زیاتې شوې دي. د معلوماتو پر اساش، هره اوونۍ د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د ځانوژنې د ډېرو پېښو راپورونه ورکول کېږي.

د کارپوهانو په اند، بې وزلي، بېکاري، کورنۍ تاوتریخوالی د ځانوژنې د پېښو اصلي لاملونه دي. تر دې وړاندۍ هم په بامیان کې د ځانوژنې ورته پېښې ثبت شوې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button