ارزګان کې چاودنې درې کسان ټپیان کړي
د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې چاودنې درې کسان ټپیان کړي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د ارزګان مسؤلین وايي، چې د دې ولايت د امر بالمعروف په رياست کې د ګازو د ډبې چاودنه شوې چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي.
د ارزګان چارواکي زیاتوي چې د یادې پېښې ټپیان د رملنې په موخه د ارزګان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.