امریکا کې یو بریدګر ۲۱کسان وژلي دي

د امریکا په ټکزاس ایالت کې بریدګر په یو ښوونځي برید کړی چې له امله یې ۲۱کسان وژل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د ‏امریکا ټکزاس ایالت کې یوه ۱۸ کلن ځوان د یاد ایالت پر یوه لومړني ښوونځي برید کړی، چې له امله یې د ۱۸ زده کوونکو په ګډون ۲۱ کسان په ډزو وژلي دي.

سرچینې زیاتوي، په وژل شویو زده کوونکو کې افغان زده کوونکي هم شامل دي.
د يادې پېښې له امله په سپينه مانۍ د امريکا بيرغ نيمه ځوړند شوی دی.

راپورونه وایي چې یاد بریدګر له دې پېښې وړاندې خپله نیا هم په ډزو وژلې ده.

Back to top button