کندوز کې د یوه ښوونځي مخې ته چاودنه شوې

د کندوز ولایت په رستاق اباد سیمه کې د یوه ښوونځي مخې ته چاودنه شوې ده.

د کندوز ځایي سرچینې وايي، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د کندوز ښار په رستاق اباد سیمه کې د شیعه ګانو د یوه ښوونځي مخې ته شوې ده.

د معلوماتو له مخې یادې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې چاودنو زور اخیستی دی، او تر اوسه یې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Back to top button