Trending

کابل کې په یوه زیارت کې چاودنه شوې

سرچینې وایي، چې څو شېبې وړاندې د کابل ښار په سراهي علاءالدين سيمه کې غبرګې چاودنې شوې دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ نن مازيګر مهال د کابل ښار ۷ امنيتي حوزې اړوند سه راهي علاوالدین سیمه کې د خلیفه صاحب زیارت کې د خلکو د ذکر پر مهال غبرګې چاودنې شوې دي.

عیني شاهیدان وایي، دې چاودنو شاوخوا ۳۰۰کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، او یاده سیمه اوس مهال د طالبانو له لوري کلابنده ده، او هیچاته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
طالب سرپرست حکومت تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې پر ښوونځیو، جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو د چاودنو کچه د تېرو کالونو په پرتله لوړه شوې ده، او ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Back to top button