کابل کې یوه بلېک هاک چورلکه راغورځېدلې ده

کابل کې د طالب سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت يوه چورلکه غورځېدلې شوې، چې له کبله یې درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي. 

طالب سرپرست حکومت د دفاع وزارت مسؤلينو ويلي، چې تېره ورځ له غرمې وروسته یوه بلېک هاک چورلکه د کابل د دفاع پوهنتون په انګړ کې د تخنیکي ستونزو له کبله راغورځېدلې، چې په کې د چورلکې دوه پیلوټان مړه او پنځه نور ټپيان‌ شوي دي.

د ياد وزارت پر ټوېټرپاڼه کې راغلي، چې دغه چورلکه پیلوټانو ته، د پيلوټۍ د زده کړې پر مهال د تخنيکي ستونزو له کبله راغورځېدلې ده.

بلخوا په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر خلک وايي، چې طالبان مسلکي نه دي، نظامي تجهيزاتو او وسلو سره هم بې احتياطي کوي او ورته سمه پاملرنه نه لري، چې له کبله يې ورځ تر بلې دغه وسايل د ختمېدو له خطر سره مخ دي.

Back to top button