ننګرهار کې د موټرو په تورو ښیښو بندیز ولګېده

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، چې له دې وروسته په دې ولایت کې د موټرونو په تورو ښیښو بندیز ولګېده، او هیڅوک نه شي کولی چې په شخصي ریکشاوو یا موټرو کې وسله له ځان سره وګرځوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د دغه ولايت والي ملا محمد نعيم اخند د تېر حکم په تعقيب يو ځل بيا اړوندو مسؤلینو او ولسونو ته خبر ورکوي، چې له دې وروسته هیڅوک نه شي کولی چې د تورو ښېښو موټرونو او ريکشاو کې مسلح وګرځي.

هغوئ زیاتوي چې دا حکم یې د ولسونو د هوساینې او د امنیت د ټینګښت په موخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په خوست کې هم ځایي چارواکو د موټرونو په تورو ښیښو د بندیز خبر ورکړی و.

Back to top button