سوډان کې له پرلپسې څلور ورځې جګړې وروسته ۲۴ ساعته اوربند اعلان شو

پنجره ورځپاڼه: سي اېن اېن راپور ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له فشارونو وروسته په سوډان کې د جګړې د دخیلو غاړو ترمنځ د ۲۴ ساعتونو لپاره اوربند اعلان وشو.

تر دې اوربند مخکې په پلازمېنه خرطوم ښار کې د امریکايي دیپلوماتانو پر کاروان هم ډزې شوې دي. په سوډان کې د پوځ د مشر او د هغه د مرستیال د ډلو ترمنځ جګړه شاوخوا څلور ورځې مخکې پیل شوه چې د راپورونو له مخې تر دې دمه په کې شاوخوا ۱۸۵ کسان وژل شوي دي.

خو بلخوا یو شمېر نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې په سوډان کې سره له دې چې اوربند اعلان شوی،خو لا هم جګړه روانه ده او د چټګ غبرګون ځواکونه نه غواړي خپلې وسلې په ځمکه کېږدي.

ملګري ملتونه دا جګړه په سوډان کې یوه بشري کړکیچ بولي. د پوځ جنرال شمس الدین کباشي العربیه ټلویزون ته ویلي چې اوربند به له ۲۴ ساعتونو څخه ډېر نه وي.

ظاهر څراغ

Back to top button