انفلاسیون د سیاسي بدلون مور بلل کیږي او نړیوال نظم ګډوډوي
انفلاسیون د سیاسي بدلون مور بلل کیږي او نړیوال نظم ګډوډوي.
ليکوال: مالک عاصم
په داسې حال کې چې نړۍ او ملتونه تر بل هروخت ډیر له یوه او بل سره تړل شوي، ګرده نړۍ د یوه خطرناک انفلاسیون پرخوا چټک ګامونه اخلي چې کرنسۍ پکې مسلسل ارزښت بایلي، د ونډو بازارونه را غورځیږي، بیکاري زیاتیږي، دخلکو د خرید قوه کمیږي، دمهمو توکو ارزښت او کمښت په زیاتیدو او دانرژۍ بیې په بیساري ډول په لوړیدو دي.
روان انفلاسیون، د سیاستونو، لومړیتوبونو، پالیسیو او بې وزلیو له اړخه مسلط کیدونکی دی.
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په اروپا او خاص ډول جرمني کې انفلاسیون، ټولنیز، سیاسي، او اقتصادي ګډوډۍ ته لار هواره کړه چې نتیجه یې ډیر ان د دویمې نړیوالې جګړې رامنځ ته کیدل ګڼي.
داځل له کرونا وروسته د اروپا په یوه برخه کې روانې جګړې پرټوله دنیا د انفلاسیون سیوری غوړولی چې د نړۍ په ډیرو برخو کې یې یوځل بیا ولسونه د خیټې او ژوند له درده له واکمنو سره په کړکیچ اړولي. ښکاري چې روان انفلاسیون به په ډیرو ډیموکراټیکو هیوادونو کې د ټاکنو د صندوقونو لوری بدل کړي.
د بیلګې په توګه څو لسیزې وړاندې په امریکا کې د جیمي کارټر د ولسمشرۍ پرمهال انفلاسیون، بیکاري او د خوراکي توکو بیې تر لس په سلو لوړې کړې چې له کبله یې هغه دوه څلې ټاکنې ریګن ته بایلودې.
دامهال چې د نړیوال انفلاسیون کچه ۷ فیصده بلل کیږي، او په ځینو هیوادونو کې دا کچه تر ۵۰ په سلو اوښتي. په اروپايي ټولنه کې د یورو له رامنځ ته کیدو یانې په تیرو ۲۳ کلونو کې ترټولو لوړې کچې څه باندې ۸ په سلو ته رسیدلی. سږکال او راتلونکي کال کې ۵۰ هیوادونه ټاکنې لري، چې پاکستان، بنګلدیش، ترکیه هم پکې شامل دي. باور دادی چې که د توکو بیې همداسې لوړیږي په دغو ډیرو کې به واکمن تخت او بخت له لاسه ورکوي، ځکه تاریخ ثابته کړې چې د توکو د بیو لوړیدو حکومتونه ړنګ کړیدي.
د بیلګې په توګه له ۱۹۷۳ تر ۲۰۲۲ پورې د نړۍ د تیلو په یوترټولو بډایه هیواد وینزویلا کې بیې ۳۷۰۰ فیصده لوړې شویدي. د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په دغه هیواد کې انفلاسیون نژدې ۳۵۰ زره فیصده لوړ شوو یانې ددغه هیواد کرنسۍ تر کاغذ تشناب کم ارزښته شوه. پردغه مهال څه باندې ۶ میلیونه وینزویلایانو خپل هیواد پریښود، چې ددغه هیواد ۲۰ په سلو کې نفوس وو.
بنا انفلاسیون حکومتونه د پالیسیون بدلون ته مجبوروي، پر همدې اساس له تیرو څو اونیو راهیسې ډیرو هیوادونو د مشخصو خوراکي توکو په صادراتو بندیز ولګاوو. لکه هند د غنمو خرڅلاو بند کړ، ایران پیاز، کچالو او رومیان صادول بند کړل، قزاقستان غنم او اوړه نه خرڅوي، اندونیزیا د غوړیو صادرات ودرول، ترکیې د غوښې او غوړیو خرڅلاو، روسیې د بورې او مصر ان د ترکاریو صادرات بند کړل. د ټولو موخه په کور دننه د بیو کنټرول او د غذايي امنیت رامنځ ته کول دي.
دریم انفلاسیون لومړیتوبونه بدلوي، د بیلګې په توګه په نړۍ کې د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره د ډبرو سکرو د کمښت پلانونه عملي کیدل، خو روان انفلاسیون د ډبرو سکرو بیې لوړې کړي چې د ارزانه انرژۍ د تولید مهم توکی بلل کیږي او ښکاري چې ان هغو سترو هیوادونو بیرته د سکرو د کارولو لومړیتوبونه رامخې ته کړي چې پر کمولو یې بوخت وو. دا په دې مانا ده چې پر انفلاسیون سربیره د اقلیم بدلون به د افغانستان په څیر هیوادونه تر اټکل شوې کچې ژر او ډیر اغیزمن کړي چې ډیرو هیوادونو کې د دغه ناورین له پراخې اغیزې د بچ کیدو لپاره لومړیتوبونه د تغیر په حال کې دي.
نتیجه: ښکاري چې روان انفلاسیون به د نړۍ هره برخه اغیزمنه، بدله او بې وزلي به ورسره پراخه شي.