جعلي‌ خبرونه او له هغو سره د مبارزې مهارتونه

جعلي‌ خبرونه او له هغو سره د مبارزې مهارتونه

محمدآغا ابراهیم خېل: لیکوال او ژورنالیست

له دې څېړنې څخه زمونږ موخه جعلي خبرونه په‌نښه کول او له هغو سره مبارزه کول دي، د جعلي خبرونو خپرول هغه موضوع ده چې وروستیو کلونو کې یې نړیوالو رسنیو ته هم لوی سرخوږی جوړ کړی.

دا مطلب په څلور اصلي پوښتنو؛ جعلي خبرونه څه دي؟ ولې جعلي خبرونه پیدا او خپرېږي؟ څنګه کولای شو جعلي خبرونه وپېژنو؟ څرخېږي.

جعلي خبرونه د خپل سر خبرونه وي د راډیو، ټلویزیون او د ټولنیزو رسنیو له‌لارې حکومتونه، سیاسي حزبونه، بنسټونه، ترهګرې ډلې او حتیٰ رباټونه هم د دې خبرونو خپرولو له‌پاره فرصتونه لري، چې دا په‌خپل ذات کې لویه ستونزه او جدي اندېښنه ده، له جعلي خبرونو سره په مخ کېدو د هغو پېژندل هم سخت کار دی. له جعلي خبرونو سره د مبارزې کولو یوه ترټولو مؤثره لار د رسنیو د سواد کچه لوړول او د ظرفیت جوړونې پروګرامونو پلي کول دي، تر څو دوی د جعلي او اصلي خبر په پېژندلو سره خپل اورېدونکي او لیدونکي له‌لاسه ورنه‌کړي او خپلو اورېدونکو ته د قناعت‌ وړ موضوعات خپاره کړي.

د بېلګې په ډول: ۲۰۱۶م کال کې کله چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې ډونالډ ټرامپ ته د رایو په‌هکله جعلي خبر رسېدل د رسنیو تر منځ زور واخیست، هلري‌کلنټن د همدې ټاکنو بایلونکې او د ډونالډ ټرامپ اصلي سیاله په‌دې عقیده وه چې د ۲۰۱۶م کال په ټاکنو کې د نوموړې د ماتې اصلي لامل د هغو جعلی خبرونو خپرول او ګنګوسې وې چې په خواله رسنیو او فیس‌بوک کې ورپسې شوې وې. د امریکا د ټاکنو په‌پروسه کې د جعلي خبرونو د خپرېدو له‌امله د یاد هېواد ډیموکراټ ټیم له ماتې سره مخ شو، چې بیا بارک اوباما د(امریکا د وخت ولسمشر) فیس‌بوک ته د سوپرستار(اتل) نوم ورکړ.

فرانسیس فوکایاما امریکایي پروفیسور د ۲۰۱۶م کال پراخو جعلي خبرونو ته په اشاره: دا کال (له حقیقت څخه وروسته د څرګندېدو وخت) یاد کړی دی. فوکومایا جعلي خبرونه د انټرنټ ثمره وبلله او زیاته یې کړه چې دا د رسنیو او د ټولنې د وګړو ترمنځ د واټن او بی اعتمادۍ لامل ګرځي.

هغه زیاتوي؛ خلک چې هر څه په انټرنټ کې لولي یقین پرې کوي او اعتباري یې هم ګڼي، ځکه چې اوس د جوړوونکي او مصرف کوونکي ترمنځ داسې څه نشته چې د هغې ورځ پاڼې یا خبر چې مخکې به خپرېده او کوم خبر چې اوس خپرېږي د دې دواړو ترمنځ توپیر وکړي او اعتبار ته یې وګوري، په اوسنیو سیاسي حالاتو کې د افغانستان سربېره ډیری زبرځواک هېوادونه لکه؛ امریکا، روسیه، چین، ایران او داسې نور هېوادونه شته چې د خبر د اعتبار له‌منځه وړل یې په غاړه اخیستي دي چې دا خپله د جګړې نوې تګلاره ده، له وخت سره سم اوس خلک دې ته حاضر دي چې په هر څه باور وکړي او د خبر صحت ته نه ګوري.

پورته څرګندونو ته په کتو د جعلي خبرونو خپرول کومه نوې موضوع نده. بلکې یوه اوږده او مدیریت شوې پروسه ده چې له انټرنټې انقلاب سره نوره هم چټکه شوې ده او لا هم د ودې په حال کې ده.

د جعلي خبرونو تیوریکي مفهوم:

سره له‌دې چې د جعلي خبرونو مفهوم اوږد عمر لري او د انسان له پیدایښت سره جعلي خبرونه هم یو ځای را ټوکېدلي خو په Merriam Webster قاموس کې د جعلي خبر مخینه ۱۲۵ کاله مخکې ښودل شوې، که څه هم ځینو نورو سرچینو د اتلسم‌ قرن پیل ته اشاره کړې ده.

د دې قاموس موخه له جعلي خبر څخه؛ په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهل او اثر غورځول ښودل شویو جعلي خبرونه اکثره وخت مشهور محرمانه ښکاري مګر حساس معلومات لري، او دا معلومات د رسنیو د مسوولینو لخوا تر خبري پوښښ لاندې راځي.

په بل عبارت؛ جعلي خبرونه هغه غلط، نامناسب او حساس معلومات دي چې د انټرنت او نورې ټکنالوژۍ په واسطه چمتو شوي او د همدې انټرنټ او ارتباطي وسایلو له‌لارې خپرېږي.

مارګارت رویوس؛ لیکوال د Teach Target معلوماتي ټکنالوژۍ مدیر او د WhatIs.com زده کړې مرکز جعلي خبر ته د ناسمو معلوماتو نوم ورکړی چې د توجه راجلبولو، ګمراه‌کولو، دوکه کولو یا نامتو حقوقي یا حقیقي کسانو ته د زیان رسولو لپاره تولیدېږي. رویوس زیاتوي دا هغه مالومات دي چې نیمایي يې ریښتیا او نیمایي يې مطلق دروغ دي.

په جعلي خبرونو کې دروغ او ګنګوسې څه ونډه لري؟

دروغ: دا هغه زړه او پخوانۍ تګلاره ده چې نن هم ترې اکثره رسنۍ پوره ګټه پورته کوي، او د خپلو سیالانو د ډاروولو او د عامه اذهانو د بدلولو لپاره مرسته ترې اخلي، په‌دې مانا چې دوی داسې خبر خپروي چې هېڅ ډول ریښتیا په‌کې نغښتې نه‌وي.

ګنګوسې: ګنګوسې د پیغام هغه زباني لیږد ته وايي چې د د ډاډ وړ نه‌ دی، بلکې د اوریدونکو د باورونو د هڅولو او د هغوی مورال باندې د اغیز کولو په پار خپرېږي. د ګنګوسې مطالب حساس او د مفهوم وړ وي چې د اورېدونکو احساسات راوپاره‌وي، د ګنګوسې پیغام اکثر وخت د ټوکې او مسخرې په څېر انتقالېږي چې د اورېدونکو یا لیدونکو د پام وړګرځي.

د بېلګې په ډول: ګنګوسې دي چې فلانی ترهګریز فعالیتونه کوي.!

جعلي معلومات: لکه‌څنګه چې د (جعلي) کلمه په جعلي خبرو کې پېچلې ښکاري، همدغسې په جعلي معلوماتو کې هم څه نا څه پېچلې ده. ځکه له یوه خوا د معلوماتو ډولونو ته چې محصول په غیر مستقیم ډول غلط معلومات شریکوي Miss Information وایي.

له بل پلوه په قصدي ډول د غلطو معلوماتو خپرولو او د خلکو په سترګو کې د خاورې اچوولو ته Dis Information وایي، چې په قصدي ډول د غلطو مالوماتو د خپرولو له وجې منځته راځي، او د واک او شتمنیو د خاوندانو د بدنامولو له‌پاره پوروپاګند کوي.

په نړۍ کې د جعلي معلوماتو ډول، ډول بېلګې وړاندې شوي چې مونږ یې هغه 7 دلته تاسو ته در پېژنو چې د ټولنیزو اړیکو اکثره عالمانو پرې توافق کړی.

1ـ طنزي محتویات: د دې هدف زیان رسول ندي، مګر د غولولو وړتیا لري.

2ـ خواشینوونکي محتویات: د ټولنې په وګړو کې د توطیې او دسیسې خپرولو له‌پاره کارول کېږي.

3ـ تقلیدي محتویات: دا هغه معلومات دي چې له اصلي سرچینې څخه اخیستل شوي وي او پرته د سرچینې د نوم له‌یادولو څخه خپرېږي.

4ـ په‌خپل لاس جوړ شوي محتویات: دا محتویات سل په سله دروغ دي او د ټولنې د تاثیرګزاره څهرو د بدنامۍ له‌پاره جوړ شوي وي.

5ـ جعلي اړیکې: کله چې یو لوستونکی د سرلیک موضوعات یا څرګندونې په لیک کې ونه‌شي موندلای نو د دې لیک او سرلیک اړیکه جعلي بلل کېږي.

6ـ پیوندي محتویات: کله چې اصلي معلومات له جعلي معلوماتو سره په یوه قالب کې یوځای خپریږي دې ډول معلوماتو ته پیوندي محتویات ویل کېږي.

۷ـ اړول شوي محتویات: دا هغه معلومات دي چې د درغلۍ په موخه لاس په‌کې وهل کېږي اوپه ناسمو معلوماتو اړول کېږي.

ولې جعلي خبرونه جوړېږي؟

که مونږ د جعلي خبرونو د خپرولو د مخنیوي له‌پاره هڅې کوو په‌کار ده چې لومړی د هغو کسانو په لټه کې شو، څوک چې جعلي خبرونه جوړوي او خپروي، او د دې خبرونو د خپرولو لامل پوښتنه ځینې وکړو. جعلې خبرونو جوړېدل او خپرېدل بېلابېل لاملونه لري لکه؛ ضعیفه خبرنګاري، طنزیه خبرپاڼې، ګواښل، له حده زیات تعصب، د یوه ځانکړي کس یا یوې ځانګړې ډلې پلوي کول، سوداګریزې ګټې، سیاسي فشارونه، اعلانونه او دې ته ورته لسګونه نورلاملونه شته چې د جعلي خبرونو په جوړولو او خپرولو کې مرسته کوي.

د خلکو لخوا د جعلي خبرونو د منلو لامل: د خلکو لخوا د اصلي خبرونو پرځای د جعلي خبرونو منل او قبلول کومه نوې موضوع نده، خو پوښتنه دلته ده چې په‌اوس وخت کې د خلکو د پوهې د سطحې له لوړېدو سره سره خلک ولې په جعلي خبرونو باورکوي؟

ګڼ شمېرلاملونه دي چې په جعلي خبرونو یې د خلکو باور زیات کړی، مګر د دې له‌منځه څلورلامله چې ډېر اثر لري هغه دا دي:

۱ـ خبرونه په سمه توګه نه څېړل

۲- د خبرونو په څېړلو که د انډول نه برابرول

۳ـ د خبرونو بلا پسې کول

۴ـ خبرونه شاته غورځول

د خلکو له‌خوا د جعلي خبرونو د قبلولو یو بل دلیل د انځوریزو پیغامونو ځواک ده چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په‌لاس کېږی.

د جعلي خبرونو د خپرولو لارې چارې: خلک په ټولنیزو رسنیو کې د یوې بټنې په کېښکاږلو سره پرته له‌دې چې د خبر حقیقيت او جعل ته وګوري خپروي، ځیني نور جعلي خبرونه د رسنیو هغه مسوولین په قصدي ډول خپروي چې تر سیاسي او سوداګریز فشارلاندې وي. دې ته ورته ځینې کړۍ چې سیاسي او سوداګریزو سیالیو ته یې پایڅې بډوهلې وي د خبر حقیقت ته نه‌ګوري سمدلاسه یې خپروي چې دا عمل د ټولنې د وګړو په اذهانو ډېر ژر تاثیر کوي.

وروستیو سیاسي بدلونونو هم زمونږ رسنیز ډګر تربل څه ډېر زیانمن کړ، اول لاس خبریالان مو کډوالۍ ته اړشول، سلګونه صوتي او ویډیويي رسنۍ مو د مالي، سیاسي، مذهبي او ټولنیزو ستونزو له امله وتړل شوې، په خبرونو او ژورنالیستیکو فعالیتونو کې سانسور تر بل هروخت څخه ډېر شو، اوس په افغانستان کې د ژورنالیزم او خبر رسوونې یوازینۍ محصول ټولنیزې پاڼې(فیس‌بوک، ټویټر، انسټاګرام…) پاتې دي، چې یادې پاڼې د جعلي خبرونو د زېږېدلو میندې ګڼل کېږي.

د جعلي خبرونو پر وړاندې د مبارزې مهارتونه: واقعیت دا دی چې مونږ او تاسو ټول تخنیکي او ارتباطي ټولنه کې ژوند کوو او په دې ټولنه کې حیاتي رول لوبوو، هر کله چې مونږ یو جعلي خبر په ټولنیزو یا چاپي رسنیو کې اورو، ګورو یا یې مونږ خپله په‌داسې حال کې خپروو چې اصلیت او حقیقت یې کنټرول نه‌کړو نو خپل ځان او ټولنې ته مو لوی سرخوږی جوړ کړی وي. اوس د رسنیو فضا ککړه شوې ده او مونږ باید دا مسوولیت په‌غاړه واخلو چې ټولنه کې د اعتماد فضا رامنځته کړو. او دا فضا هغه وخت مونږ کنټرولولای شو چې د رسنیو د مسلکي توب په برخه کې کار وکړو، د ظرفیت جوړونې پروګرامونه په‌لار واچوو، د چاپي، خبري او بصري رسنیو سواد ته پاملرنه وکړو.

یوازینی اصل او مهارت د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره د رسنیو با سواده کېدل دي، د رسنیو با سواده کولو نه مطلب دا چې په رسنیو کې د شته خبریالانو، کارکوونکو او ان دا چې د رسنیو مشرتابه ته په‌کارده چې د جعلي خبرونو د خپرولو د زیان او د هغه په عواقبو باندې پوی شي، تر څو دوی دا توان او ظرفیت ولري چې د جعلي او اصلي خبر توپیر وکړائ شي. په دې برخه کې دوی د ارواپوهنې او تخنیکي استادانو ته اړتیا لري تر څو هغوی په خپلو مهارتونو سره په‌دې برخه کې اړینې تګلارې ورته په ګوته کړي.

په پای کې ټینګارکوم چې رسنۍ په ټولنه کې ډېر لوړځای او ستر مسوولیت لري. نو په‌کار ده چې د جعلي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي، په ټولنه کې د یوې مسوولې شبکې په‌توګه د ټولنې د وګړو له احساساتو سره لوبې ونه کړ، او تل دې هڅه وکړي چې د خبر په خپرولو کې صحت د سرعت قرباني نکړي.

زه له خپلو هېوادوالو څخه هم هیله کوم چې هر خبر سرچینه یې مالومه نه وي مه یې خپروئ، ځکه تاسو ډېر په اسانه یوازې د (شئر) په تڼې سره کولائ شئ چې خبر خپور کړئ، خو دا چې ستاسو همدا جعلي خبر څومره منفي اغېز لري او څومره د هېوادوالو ذهني ناامنۍ لامل ګرځي په دې نه پوهېږئ.

Back to top button