انساني لابراتوار

انساني لابراتوار

لیکوال: استاد سمیع الله روان

پنجره
روسي ساینس پوهانو ۵ بندیانو ته وعده ورکړه چې تاسې به آزاد کړو که چیري په یوه ساینسي څیړنه کې برخه واخلی. بندیان خوشحاله سول او د هو ځواب یې ورکړ، دغه بندیان سیاسي بندیان وه چې په دویمه نړیواله جګړه کې نیول شوي وه. دوی یې په یوې تړلې خونې کې واچول او یو امتحاني ګاز یې پرې استعمال کړ.
همدارنګه ددوی د اکسیجن مقدار څارل کېده ترڅو ګاز دوی و نه وژني، ځکه دغه ګاز په لوړ غلظت کې زهرجن وه،او د مرګ لامل ګرځېده. په هغه وخت کې لایني کامرې لا کشف سوې نه وې، تنها څو دانې مایکروفونونه یې په تړلي اتاق کې ځای پر ځای کړي ول او ساینس پوهانو دوی د پنځه انچه ډبلې شیشي له آبل طرف څخه څارل، په خونه کې کتابونه، تخت، اوبه، تشنابونه او کافي وچ غذایې توکي ځای پر ځای شوي ول چې د یوې میاشتې لپاره بس ول.
په لومړیو پنځو ورځو کې هر څه سم ول، بندیان په دې باور ول چې ګومان یې نشي چې دوی به آزاد کړي.
ددوی خبرې او حرکتونه څارل کېدل، کرار کرار دوی هفه وحشتناکه کیسې شروع کړې چې په دوی تیرې شوې وې، هره ورځ ددوی دخبرو موضوع نورو دردناکو او تیارو پیښو په طرف روانې ولې. پنځه ورځې وروسته دوی له هغو پیښو شکایتونه شروع کړل چې دوی یې دې حالت ته رسولي، او عصبي مشکل چې پارانویا یې بلله اخته شول. دوی یو بل سره خبرې کول بس کړل او مایکروفون ته به پټ پټ غږېدل ، دوی د خپلو همسنګرو د رسوا کولو هڅې شروع کړې ترڅو د ساینس پوهانو زړونه لاسته راوړي. په لومړیو ورځو کې ساینس پوهانو شک درلود چې دا به ددې ګاز تاثیر وي.
وروسته له ۹ ورځو لومړني کس په چیغو شروع وکړه او په خونه کې یې ښکته پورته منډې وهلې، هغه درې ساته مسلسلې چیغې او کوکې وکړې، هغه لا بیا هم غوښتل چې کوکې وکړي خو ستونی یې شکولی وه نورې یې کوکې له ستونې نه راوتې، ددې پیښې په اړه تر ټولو د حیرانتیا خبر دا ده چې نورو ملګرو یې هیڅ غبرګون ونه ښود. ده ۳ ساته مسلسلې چیغې وهلي بیا هم هیچا څه غبرګون ونښود. دوی بیا هم مایکروفون ته پسپسک کاوه ترڅو چې دویم یې چیغې شروع کړې، دوه نورو چې کوکې یې نه کولې د کتابونو ورقې باد باد کړې او بیا به یې کرار کرار پر خپل مخ سولولې بیا به یې راواخیستې او په شیشه به یې نښلولې، چیغې پای ته ورسېدې او مایکرو فون ته پسپک هم بند شو.
درې نورې ورځې هم تیرې شوې ساینس پوهانو هڅه وکړه چې مایکروفون و ازمایې ځکه هیڅ کوم غږ مایکروفون ته نه راتلو، با وجود ددې چې د اکسیجن مصرف دا ښودله چې ۵ واړه ژوندي دي. په حقیقت کې دې پنځو نفرو دومره اکسیجن تنفس کاوه لکه پنځه نفره يې چې د دروند ورزش په جریان کې تنفس کوي.
په څوارلسمه ورځ څیړونکو هغه څه وکړل چې اراده یې د کولو نه درلوده، ددې له ډاره چې زندانیان مړه سوي نه وي او یا یې مغذو په پوره توګه کار نه وي پریښی، څیړونکو داخل ته مخابره وکړه “موږ غواړو د خونې دروازه خلاصه کړو ترڅو مایکروفونونه و ازمایو؛ له دروازې لرې شئ او په ځمکه څملی کنی تاسې به وویشتل شئ یو کس به له هغې ډلې ژر آزاد سي چا دا خبرې ومني. ”
څیړونکې یوې آرامې لنډې جملې حیران کړل ” موږ نور آزادي نه غواړو”
څیړونکو او فوځ چې په دې تحقیق یې پانګونه کړې وه بحثونه شروع کړل، د مخابرې له لارې دوی هیڅ ونه توانېدل چې بندیان څه غبرګون ته اړ کړي، بلآخره پرېکړه وشوه چې بنده خونه د پنځلسمې شپې په یوه بجه خلاصه کړي.
خونه د ازموینې له ګاز څخه به مکمله توګه خالي شوه او له تازه هوا ډکه شوه. په ناڅاپي توګه دري مختلف اوازانه له مایکروفون څخه واوریدل شول په زاریو یې غوښتنه کوله چې بیرته ګاز خونې ته ور پرېږډي. پوځیان خونې ته ور ننوتل چې زندانیان له خپلو ځایو را وباسي، زندانیانو له هر وخت نه په لوړ غږ په چیغو شروع وکړه ورسره پوځیان هم په چیغو شول، پوځیانو له هغه څه نه چې دوی په داخل کې لیدلې ول په چیغو شول. څلور نفره له زندانیانو لا ژوندي ول، خو په دسې یو حالت چې هیچا ژوندي نه بلل.
دسې ښکاریده چې تیرې پنځه ورځې غذایې توکو ته چا لاس هم ندی ور وړی. د مړ زنداني له سینې او ورنونو نه غوښې په غاښو شکول شوې ښکارېدې او په نالی کې پرتې وې چې د اوبو لار یې هم بنده کړې وه او په خونه کې څلور انچه اوبه ډنډ وې، د اوبو اندازه خو معلومه شوه خو په اوبو کې د وینې هیڅ نښه هم و نه موندل شوه. د پاتې څلورو زندانیانو له بدنه هم غوښې او عضلې شکول سوې وې او په بدن یې را زړېدې. له زخمو ښکاریده چې په لاس شوي نه په غاښانو لکه څنګه چې په شروع کې څیړونکو فکر کاوه. د زخم له شکل او زاویې دسې ښکاریدې چې پخپلو لاسو یې خپل ځانونه څیرلې دي.
د پاتې څلورو زندانیانو کلمې بیرون پرتې وې، زړه او سږي یې پرځای وه حجاب حاجز یې له بیرون څخه معلومېده؛پوستکی او د عضلاتو زیاته برخه یې له پوښتیو څیرل شوې وه، د پوښتیو له سوریو د سږو حرکت لیدل کیده، د هاضمې سیستم یې له بیرون څخه ښکارېده چې کار کوي، او د غذایې توکو په هضم لګیا دي، ډیر ژر دا معلومه شوه چې دوی خپل عضلات خوړلي او وس یې معده او کلمې ورباندې ښوري.

په دغه انساني لابراتور کې روسي سپیشل فورسو دنده تر سره کوله خو د دویم ځل لپاره څوک نه پیدا کېدل چې بندې خونې ته چې وس یې خلاصه کړې وه، ور دننه شي او زندانیان بیرون را وباسي، زندانیانو چغې وهلې “موږ غواړو خونه کې پاتې شو، ګاز را خوشې کړئ!! ”
کله چې یې دوی له خونې راویستل له عسکرو سره یې سخت مقاومت شروع کړ، یو عسکر په دې جریان کې ووژل شو، د عسکر مرۍ یې داړلې وه او شکولې یې وه، بل عسکر شدید زخمي وه کلپورې یې ور شکولې وې، او په ورون کې یې په غاښو داړلی وه شریان یې پرې شکولی وه،په پښو یې وینې روانې وې، پنځو نورو عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړ که چیرې هغه یو حساب کړو چې هفته وروسته یې خود کوشي وکړه.
یو له څلورو مضامینو خپل تریخی څیرلی وه او وینه ترې بهېده، ډاګټرانو کوشش وکړ چې په تخت یې څملوي او معالجه یې وکړي خو نا ممکنه وه، ډاګټرانو د عادي انسان په پرتله لس چنده مورفین ورکړل خو هغه بیا هم لکه بند وحشي حیوان جنګ کاوه، د یوه ډاګټر پوښتی او لاس یې مات کړ. د هغه د زړه زربان یې د پوښتیو تر منځ له شلیدلو عضلو لیدل کېده، دوه دقیقې وروسته د هغه په رګونو کې د وینې په نسبت هوا ډیره وه، او هغه کوکې کولې درې دقیقې یې کوکې وکړې او هڅه یې کوله هغه څوک چې ورسره نږدې دي، پرې حمله وکړي او دا لغت (نور، نور،… ‎) یې تکراراوه تر هغې چې غږ یې کرار کرار خپ شو.
پاتې درې تجربي مضامین په ډیره سختی طبي اسانتیاوو ته ورسول شول هغه دوه چې په لومړیو ورزو کې یې خپلې مرۍ په چیغو څیرلې وه په زاریو او زګیرویو یې د ګاز غوښتنه کوله تر څو ویښ پاتې شي.
له دې دريو هغه چې ډیر زخمي وه د عملیات خونې ته انتقال شو، تر څو له خیټې بیرون پرتې برخې یې بیرته بدن ته داخل کړي او خیټه یې وګنډي، خو د هغه بدن د درد ضد دوا سره ډیر مقاومت ښوده. هغه سخت جنګ شروع کړ کله چې یې د بې هوشی ګاز خونې ته راووړ، هغه څلور انچه پټه چې دی یې پرې تړلی وه په یو لاس وشکوله با وجود ددې چې یو ۹۰ کیلو پوځي یې هم هغه لاس نیولی وه. ډاګټرانو بی هوشی ورکړه د سترګو ګاټي یې و ښورېدل او سترګې یې پټې کړې، ډاګټرانو یې په پوښتیو کې د سورویو له منځه زړه ته وکتل، زړه یې درېدلی وه!! کله یې چې د اټاپسي ټیسټ د هغه په بدن سر ته ورساوه ډاګټرانو و مندل چې د عادي انسان په پرتله یې په حجرو کې ۳ برابره اکسیجن موجود دی، هغه د عملیات په میز دومره زور وهلی وه چې شته عضلاتو یې په هډوکو دومره فشار راوړی وه چې درې هډوکې یې خپل مات کړي ول.
هغه مضمون چې په شروع کې یې په چیغو شروع کړې وه، هغه نور د عملیات خونې ته راوړل شو، مرۍ یې شکېدلې وه نه یې چیغې وهلی شوې او نه یې نور زاری کولای شوې. هغه په خپل سر د مقاومت علامات ښودل او په شدت سره به يې ښوراوه، کله چې ډاګټرانو دبې هوشی ګاز راوړ ده نور هم مقاومت ډیر کړ، یوه ډاګټر ترې وپوښتل چې عملیات بې له بی هوشی سر ته ورسو؟ سر یې د هو په علامت وښوراوه، ډاګټرانو یې ټول غړي بیرته خیټه ته ور واچول او په پاتې پوستکې یې وپوښل، مضمون د عملیات په شپږ ساته جریان کې حتی ونه ښورېد، ډاګټرانو لیده چې لا ژوندی دی، یوې نرسې وویل چې د عملیاتو په جریان کې کله به مو چې سترګې یو بل ته مخامخ شوې نو مسک به شو.
کله چې عملیات پای ته ورسیدل مضمون ډاګټر ته وکتل او په زوره یې خراری شروع کړ، د خبرو کولو کوشش یې کاوه خو نه یې شوې کولای، ډاګټرانو وویل چې حتما کومه مهمه خبر ده، نرسې یو قلم او کاغذ راوړل مضمون ته یې ورکړل ډاګټرانو به زیر زیر کتل چې مضمون څه لیکي، مضمون ولیکل “ادامه ورکړئ، پرې کولو ته ادامه ورکړئ”
په دوه پاتې مضمونو یې بې له بی هوشی عملیات تر سره کړل خو دویم یې د عملیات په جریان کې دومره خندل چې ډاګټرانو ته نا ممکنه شوله چې خپل کار ته ادامه ورکړي نو د پرلایز پیچکاري یې ورکړه، مضمون تنها کولای شول سترګې وښوروي، دې پیچکاری د لنډې مودې لپاره اثر درلور مضمون بیا د تیښتي او ښوریدا هڅې شروع کړې. کله چې یې دوباره د خبرو وس پیدا کړ نو د بی خوبی د ګاز غوښتنه یې کوله. ډاګټرانو کوشش کاوه چې ترې وپوښتي ولې مو ځانونه وڅیرل؟ ولې د بې خوبي ګاز غواړی؟
تنها جواب دا وه ” زه باید ویښ پاتې شم”
درېواړه مضمونه وروسته له معالجې بیرته بندې خونې ته انتقال شول، په دې فکر روان وه چې دوی سره چیشی وکړي؟
محقیقن د فوځ له قهر سره مخامخ شول ځکه دوی په یو ډیر لوی فوځي تحقیق کې ناکام راغلی وه او د دولت اهداف یې ناکام کړي ول، KGB غوښتل سوپر طاقته فوځ جوړ کړي، چې هفتې هفتې بې خوبه تیرولای شي.
یوه پخواني د KGB معمور وویل څه به واقع شي که ژوندیو مضمونو ته د دویم ځل لپاره ګاز ور خوشې کړو. څیړونکي ددې کار سخت خلاف وه او دا کار یې رد کړ خو KGB معمور پرې زورور شو.
درې واړه مضمونو مقاومت او جنجال بس کړ او ډیر خوشاله سول چې خبرشول چې دوی ته به دوباره خوب تښتونکی ګاز ورکړل شي. یو چې خبرې یې کولی شوې په زوره یې زم زمه کوله، هغه چې خاموش وه په پښه یې هغې پټې ته زور ورکاوه چې دی پرې تړل سوی وه؛ اول په چپه پښه بیا په راسته بیا په چپه پښه. دریم سر له بالښته پورته نیولی وه او سترګې یې رپولې، درېواړه د EEG ماشین سره وصل ول ډاګټرانو ددوی په عصابو کې تغیرات کتل، عصاب یې نورمال ول خو کله کله به یې په عصبي موجو کې یو مستقیم خط د سکرین پر مخ راڅرګند شو ، دا په دې معنی چې هغوی په دوامداره توګه له عصبي سکتې سره مخ کېږي. یوه نرسه متوجه سوه کله چې به خط مستقیم شو، مضمون به سترګې پټې کړې او سر به يې په بالښت ولوید، بیا به یې په عصبي موجونو کې د عمیق خوب علامي راغلې، بیا به خط مستقیم شو لکه زړه یې چې په ناڅاپي توګه درېدلی وي.
هغه یو چې خبرې یې کولای شوې په ناڅاپي توګه په چیغو شروع وکړه “ما بند کړئ” د هغه عصبي موجو هم لکه د مخکني چې د خوب له وجې مړ سو علامه ورکړه، کمانډر امر وکړ چې دواړه مضمونونه دې له دري کسه محقېقانو سره په خونه کې بند شي یو له محققانو تفنګچه را واخیسته او کمانډر یې د سترګو په منځ کې وویشت بیا یې تفنګچه د خاموش مضمون طرف ته واړوله او ماغذه یې پرې باد کړل. ټولو ډاګټرانو او محقیقانو په کوکو له ځایه وتښتېدل یاد محقق تنفګچه را واخیسته او اخري مضمون ته یې ونیوله ” زه نه غواړم چې دې شي سره بند پاتې شم” ور مخته شو او په چیغه یې ترې وپوښتل “ته څوک یې؟ ته چیشی یې؟”
مضمون وخندل.
“تا دومره ژر له یاده وویستل؟” مضمون وپوښتل، بیا یې زیاته کړه ” زه ته یم!! زه هغه لیونتوب یم چې ستا د مغذو په عمیقه لیونۍ برخه کې موجود ده او هره لحظه غواړي آزاد شي؛زه هغه څه یم چې ته ور څخه هر شپه د خپل تخت پر سر پټېږې… ”
محقق ټکنی شو… او بیا یې د مضمون زړه ته نښه برابره کړه او ډز یې تر جیګ که د مضمون له خولې را ووتل “ډېر…نږدې…آزاد”

Back to top button