د اوکراین کړکېچ او په افغانستان يې اغيزې

د اوکراین کړکېچ او په افغانستان يې اغيزې.

ليکوال : فضل وحيد سيار

پنجره

اوکراین په ختیځه اروپا کې پروت هیواد دې او له روسیې وروسته په نوموړی لویه وچه کې دوهم لوی هیواد ګڼل کیږي.
شپږسوه دری زره کیلومتره مربع دی، البته په ډیر لږ توپیر سره د افغانستان په اندازه غټوالې یا مساحت لري. (د افغانستان مساحت شپږ سوه دوه پنځوس زره کیلومتره مربع دی). اوکراین څه د پاسه څلورڅلویښت میلیونه وګړي لري او د کیف ښکلی ښار يې پلازمېنه ده.
نوموړی هيواد په شمال کې له سپیني روسیی( بیلاروس)، ختیځ کې له روسيې، په جنوب کې له اذوف او تور سمندرګي، په جنوب لویدیځ کې له ملداویا او رومانیا او په لویدیځ کې له هنګري، سلواکیا او پولنډ له هیوادونو سره نښتې دی.
په اوکراین د روسیې یرغل په وروستیو ورځو کې یو له خورا مهمو سیاسي پېښو څخه دی چې په نړۍ، سيمه او افغانستان يې خورا زيات تاثيرات درلودلی دي. روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، پخپل ګاونډي هيواد اوکراین بريد پيل کړ. د روسیې حکومت دا ادعا کوله چې د اوکراین په ختیځ کې یې د لوهانسک او دونتسک د دوو بېلتون غوښتونکو سیمو په غوښتنه دغه عملیات پیل کړي دي. خو حقیقت دا دی چې د اوکراین او روسیې ترمنځ اختلافات خورا ژورې ریښې لري. له همدې امله پر اوکراین د روسیې د یرغل لامل د دواړو سیمو په غوښتنه پورې نه دی محدود بلکې ډير لاملونه لري. په لاندې لېکنه که مو د روسیې او اوکراین د جګړې اصلي لاملونه او همدارنګه په افغانستان باندې د يادی جګړې اغيزې څيړلي دي.

د جګړې لاملونه :

۱- ګډه مخینه
لکه څنګه چې تاسې په تاريخ کې لوستي دي، اوکراین څو لسیزې وړاندې د شوروي اتحاد برخه وه، خو د شوروي اتحاد له ړنګیدو سره شاوخوا ۱۴ هیوادونه د روسیې له واک ووتل، چې د يادو هيوادونو له جملې ځخه یو هم اوکراین وو. دا د روسیې لپاره خورا سخته وه چې په دې حقیقت باور وکړي ځکه د نورو هيوادونو په پرتله روسيې ته اوکراین بيخي مهم هيواد ګڼل کيده. له روسيې څخه د اوکراين بېلتون په ۱۹۹۱م کال کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو څلور مياشتې مخکې په يوه ټول‌پوښتنه کې ترسره شو او په رسمي ډول په ۹۰ سلنه رايو سره تصويب شو.
د روسيې او اوکراين تر منځ اړيکې شاوخوا نهه پېړۍ وړاندې هغه وخت ټينګې شوې، چې کيف د روسيې د حکومت د پلازمېنې په توګه وټاکل شو. همدارنګه د تزار د تړون له مخې اوکراین او بیلاروس د پخواني شوروي اتحاد اسلاوي هستې ګڼل کیدلې. همدارنګه‌ د اوکرایین ختیځې او سویلي برخې هم روسیې ته نژدې پرتې دي. په دې توګه، دا نیږدیوالی او مشترکه ژبه د روسیې او اوکراین د خلکو ترمنځ د ژورو تاریخي او مذهبي اړیکو لامل شوې دي.

۲- نارنجي انقلاب
یو بل ټکی چې سیاسي شنونکي یې په اوکراین کې د روسیې د یرغل لامل بولي نارنجي انقلاب دی. نارنجي انقلاب د اوکراین د خلکو لخوا له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۵ پورې ترسره شو. د دې انقلاب پایله د روسی پلوو ملاتړو ماتې وه. د نارنجي انقلاب او د اوکراین له خپلواکۍ وروسته دغې سیمې د پام وړ اقتصادي وده وکړه. دغه عامل ددې سبب شو چې اروپايي او لويديځ هيوادونه همدغه سيمې ته جدی پاملرنه وکړي. له دغه هیواد سره د لویدیځو هیوادونو پراخې مرستې او نیږدې اړيکې روسيه انديښمنه کړه. له هغه وخت راهیسې د مسکو او کیف تر منځ کړکیچ دوام لري.

۳- د ناټو پراختيا
د وخت شوروي جماهیر اتحاد، له ۱۹۹۱زیږدیز کال څخه مخکې له دوو مهمو قطبونو څخه یو شمیرل کیده. په ۱۹۹۱زیږدیز کال کې دغه لویه ټولنه چې اتلسو جمهوریتونو لپاره چتر وه له منځه لاړه او اوکراین چې یو له مهمو جمهوریتونو څخه یې شمیرل کیده، هم خپله خپلواکۍ ترلاسه کړه. وروسته له هغه دوه قطبي نړۍ یو قطبې شوه او د امریکا متحده ایالات د نړۍ تر ټولو لوی ځواکمن په توګه راڅرګند شو. د روسیې فدراتیف جمهوریت د وخت شوروی جماهیر اتحاد میراث دار په توګه، دومره کمزوره شو، چې د اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین واک ته رسیدو پوري په نړیوالو مهمو قضیو کې خپل سر په اغیزمنه توګه راپورته نشو کړای.
امریکا دا چې خپله نړیواله واکمنۍ د تل لپاره وساتې، په نړۍ که یو لړ ګامونه پورته کړل، چې له هغې جملې کولای شو د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) پراختیا او دوام ته اشاره وکړو. د ناټو تړون رامنځته کیدو اصلي موخه د وخت شوروی جماهیر اتحاد پرمختګونو سره مبارزه وه. او د شوروی له منځه تلو سره ناټو ته نوره اړتیا نه وه. خو امریکا د خپلې نړیوالې واکمنۍ ساتلو لپاره نه یوازې پرینښوده چې ناټو لغوه شي، بلکې هغه ته یې پراختیا او وده هم ورکړه. وروسته له هغه چې د ختیځې اروپا هیوادونو د وخت شوروی جماهیر اتحاد څخه خپلې خپلواکې ترلاسه کړي، د اقتصاد رغیدو لپاره ېې لویدیځ ته اړتیا درلوده او لویدیځ هم فرصت څخه په ګټي اخیستنی سره یاد هېوادونه یې خپل ځانته راکش او لیواله کړل.
ناټو په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې په لومړی ګام کې ختیځ لوری ته مخ واړوه، پولنډ او چک هېوادونو په څیر ځینې نورو هیوادونو هم د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ. په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې په دویم ګام سره د ناټو د پراختیا پایله کې بالتیک هېوادونه ( استونیا، لتوانیا، لیتویا…..) د ناټو یوه برخه وګرځیده. په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د شمالي اتلانتیک تړون دا ومنله چې د اوکراین او جورجیا لپاره غړیتوب ورکړي، خو روسیه دناټو دې پریکړې سره مخالفت وکړ او له همدې نیټې یی مخالفت پیل شو. اوکراین په کور د ننه پر روسیې ژبو او اوکراینی ژبو ویشل کیږي. د اوکراین په ختیځ کې روسی ژبې ژوند کوي، چې د روسیې پلویان دي او د اوکراین په لویديځ کې اوکراینی ژبې میشت دي، چې د لویدیځ پلویان دی.
په دې منځ کې اوکراین د روسیې دونسګ او لویدیځ ترمنځ پاتی شو چې د دواړو خواوو فشار او کورني ټکرونو له امله ونشو کړای پریکړه وکړي. داسې وضعیت راغې چې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د اوکراین د وخت ولسمشر (یو نو کیچ) پریکړه وکړه چې اروپايې ټولنې سره یوځای کیدو څخه لاس په سر شو. د وخت حکومت پریکړی نیولی وروسته د اوکراین په لویدیځ کې خلکو د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه ترسره کړل او پایله کې (یونو کویچ) له څوکي لاس په سر شو او مسکو ته وتښتیده . په دې وخت کې روسیه لاس په کار شوه او د کریمیا پر جزیري يې برید وکړ او هغه یې د خپل قلمرو یوه برخه وګرځوله او خپل ځواکونه یې اوکراین سره په پوله کې ځای پرځای کړل.
له همغه وخته تر اوسه د اوکراین پر سر د روسیې او لویدیځ تر منځ جنجال دي. روسیه نه غواړې اوکراین د غرب ټلوالي شریک شي، ځکه روسیه د اوکراین او جورجیا یو ځای کیدل، له یوی خوا د خپل ملی امنیت لپاره خطر بولي او له بلی خوا ښه پوهیږې چې لویدیځو هیوادنو سره د اوکراین یوځای کیدل، لویدیځ خواته د روسیې پراختیا لپاره لار تړل کیږي. لویدیځ لوری ته د اوکراین لیوالتیا، لویدیځو هېوادنو او د اوکراین حکومت له لوری اورپایې ټولنې او ناټو سره د نه يوځای کیدو پر بنسټ د روسیې غوښتني ته نه پام، ددې لامل شو چې دغه هیواد پر اوکراین پوځی یرغل وکړي.

۴- د اوراسیا اقتصادي ټولنه (EAEU):
د اوراسیا اقتصادی ټولنه عبارت له یوې اقتصادې ټولنې څخه دي، چې ډیری غړی یې د اورپا په ختیځ کې د اوراسیا شمالې سیمې هیوادونه جوړوي. د یادي ټولنې تړون د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د می په ۲۹ مه د روسیې، قزاقستان او بلاروس هیوادنو له لوری لاسلیک شو او د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په لومړۍ ورځ اجرایې بڼه یې غوره کړه. روسیې ددې اقتصادي ټولنې په جوړولو سره غوښتل اورپایې ټولنې په وړاندې وزن واوسې. د روسیی اوسنی واکمن ولادیمیر پوتین په پراودا کې ولیکل: “موږ د یو قوي نړیوال اتحاد وړاندیز کوو چې د نن ورځې نړیوال مرکز او د اروپا او آسیا – ارام سمندر سیمې ترمنځ یو پل شي.”
د روسیې او منځني آسیا ترمنځ اقتصادي اړوندتوب ته په کتو سره، د روسیې پر اقتصاد بندیزونه به د منځنۍ آسیا هیوادنو پر اقتصاد خورا منفی اغیزې وشیندي. د منځني آسیا هیوادونه په ځانګړې توګه د قرغیزستان او تاجیکستان کاواکه اقتصاد به ناوړه ټولنیزی پایلې تر شاه ولري. دغه مسایل د اوراسیا ټولنې سره د منځنۍ آسیا هیوادونو یوځای کیدو پر څرنګوالې په نیغه اغیزې لري. دې ته په کتوسره چې روسیه غواړې د دنیا یو مهم نړیوال قطب واوسې، د اوراسیا اقتصادی ټولنې پراخوالې خپل یو له مهمو کارنو څخه شمیرې او غواړې د مرکزي آسیا هېوادونو ترڅنګ لمن یې د اورپا ختیځ لوری ته هم وغوړوي. نو ویلي شو، چې روسیه بې ځایه لیواله نده چې اوکراین دې ددې ټولنې جز وګرځي او یا لږ تر لږه د پرمختګ خنډ یې نشي. او نه کیږي چې پر اوکراین د روسیې برید پر سر ددې موضوع اغیزو څخه سترګي پټي کړو.

۵- تور سمندرګی
دا چې اوکراین د تورې بحیرې په سواحلو کې مهم بندرونه لري، په تیرو وختونو کې د پخواني شوروي اتحاد برخه وه، په ستراتیژیک برخه کې یې مهم رول لوبولی دی. له همدې امله روسیه هڅه کوي د تورې بحیرې په اوږدو کې د خپل کنټرول د پراخولو په موخه خپل یو شمېر ساحلي ښارونه لکه اوډیسا تر خپلې ولکې لاندې راولي. ځینې حتی دا وړاندوینه کوي چې د اوکراین په اشغال کې د روسیې هدف دا نه دی چې پر ټولو برخو تسلط ولري، بلکې په دې باور دي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل اصلي هدف د هغې ستراتیژیکې مهمې سیمې نیول دي.

پر افغانستان د اوکراین د کړکیچ اغیزې:
په دې کې شک نشته چې مهمې نړیوالې مسلې په خپله خوښه یا نا خوښه په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د نړۍ په کمزورو هیوادونو اغیزه کوي. د افغانستان خرابېدونکي حالت او جيو پوليټيکي حالت (سياسي جغرافیه) ته په کتو سره ويلای شو چې زموږ پر هېواد به يې اغېزې دوه برابره وي. په لاندې کرښو کې پر افغانستان د اوکراین د کړکیچ اغیزې څیړو.
دا افغانستان ته د نړۍ پام را کموي. په دې کې شک نشته چې د اوکراین مسله اوس مهال د نړۍ د مهمو هېوادونو لپاره ارزښت او لومړیتوب لري. ځکه چې هلته داسې ناسمه سیالي او قمار روان دی چې ګټل او بایلل یې د نړۍ برخلیک په ځانګړي توګه د اروپا لوری ټاکي. پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته افغانستان ته د نړۍ نه پاملرنه به د اقتصادي مرستو او بشري فعالیتونو په برخه کې نوره هم څرګنده شي.
په داسې حال کې چې افغانستان په بد اقتصادي وضعیت کې دی، دغې مهمې مسئلې ته د نړۍ د پام کمول، د افغانستان د خلکو بد اقتصادي وضعیت د ښه والي په ګډون د هېواد لپاره نسبتاً جدي پایلې لرلی شي، چې هېواد په اوسني ستونزمن حالت کې ورته اړتیا لري.
د اوکراين مسله ښايي د روسيې او امريکا تر منځ د يوې بلې سړې جګړې لامل شي. په منځکی کورني نازک وضعیت او بهرنۍ دلچسپی ته په پام سره دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د خپلو ګټو لپاره وکاروي او کله نا کله دلته د خپلو مخالفینو لپاره پټنځایونه جوړ کړي.
په داسې حال کې چې اسلامي امارت بې پلوه سیاست غوره کړي او دې ته په کتو سره چې همدا غیر مسلکي سیاست، په لومړی او دویم نړیوالو جکړو کې هیواد یې په نیغه د جګړې له ویجاړې وساته، خو دا ځل د نړیوالو جګړو په پرتله د افغانستان د بې طرفۍ امکان لږ دی.
ځکه څلورو لسیزو جګړې او پر افغانستان د ( شوروی او امریکا ) دوه ځلي یرغل په بالقوه توګه هیواد یې پر بېلابیلو توکمیزو ټاپو ګانو ویشلي دی. دا احتمال شته دی چې یو له دې خواوو څخه د افغانستان یو قوم خپل تر څنګ ودروي او له دې لارې په هیواد کې یوه بله نیابتی جکړه پیل ګړي. په تیرو کلونو کې د سوریې جکړې تجربه په دې اړه (او حتیٰ نن ورځ ) مخکې لرو. د روسیې او لویدیځو هېوادونو تر منځ سیالۍ به مذهبي جګړو ته پاملرنه زیات کړي. هر یو له دوی څخه به هڅه کوی، چې د نړۍ هر ځای کې یوبل په دام کې واچوي. افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د ډلو او ټپلو چې د مذهب تر نوم لاندې جګړه کوي د جوړولو او پراختیا وړتیا لرې. لیری به نه وي چې ښکیل هیوادونه دخپلو ګټو او د بل زیان لپاره په دې ټاټوبې کې پر ورته وسله والو ډلو جوړولو او پراختیا لاس پوري کړي.
په دې لار کې د هر چاه لپاره تر ټولو لنډه لار په تیره بیا لویدیځو هیوادونو ته دا ده، چې داعش پیاوړي کړي. دا ډول ډلې معمولا د دوو موخو لپاره کارول کیږي: مخالف ته زیان رسولو لپاره، ښکیلاک او تیري لپاره د پلمې رامنځته کول. دا په اوکراین کې میشتو افغان کډوالو پر ژوند نیغه اغیزه کوي. د زده‌کړیالانو درسونه ګډود شول او په دې هیواد کې د افغانانو بیلابیل فعالیتونه په یو نه یو ډول زیانمن شوي دی.
که څه هم په اوکراین هیواد کې میشت افغانانو کره شمیر ندې په ډاگه، خو په افغانستان کی د اسلامي امارت تر واکمنیدو وروسته، یوشمیر نور هیوادوال چې د امریکا د تخلیې تیمونو له لوری اوکراین ته ولیږدول شول، ویلی شو چې د دوی شمیر کې به هرومرو زیاتوالی راغلې وي. او هغه افغانان چې له اوکراین څخه نورو اروپایې هیوادونو ته پناه وړي ده، همدې هیوادونو کې له جدې ستونزو سره به مخ وي.
د افغانستان اسلامی امارت لپاره ښه فرصت برابر شوی، چې د بیلابیلو هیوادونو فشار پرې کم شي. په دې وخت کې له یوې خوا د ټولې نړۍ پام اوکراین ته اوښتې ده او له بلې خوا هیڅ یو ښکیل اړخ نه غواړې د خپل ځان په وړاندې پر اسلامي امارت چې د جګړې کافې تجربه لري فشار ته دوام ورکړي او یا یې زیات کړي. دوی دې کار ته تر هغه وخته اړتیا نه ویني، ترڅو چې د افغانستان اوسنۍ حکومت داسې ګام پورته نکړي، چې یو اړخ یې ځان ته ګواښ وګڼي.

تراوسه د افغانستان له اسلامي امارت سره په چلند کې د ټولو هیوادونو ترمنځ همغږۍ شته دی. د ناسم مدیریت او پریکړو له وجې احتمال لرې، چې دغه یووالې او اتحاد له منځه لاړ شي. په هغه صورت کې به د سیمې حکومتونو او نړیوالې ټولنې لخوا دوه ډوله سیاستونه تعقیب شي. لویدیځوال ښایې د اوسني دولت د رسمیت پیژندلو سیاست پر مخ بوځي، د روسیې او چین په محوریت سره د سیمې هیوادونه جلا سیاست پر مخ بوځي، چې د امریکا په ګډون د لویدیځ له تګلارو سره مطابقت کې نه وي.
افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې د نړیوالو زبرځواکونو او سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د نیابتي او مستقیمو جګړو ډګر وو. په دې موده کې پر افغانستان دوه ځله د شوروي اتحاد او امريکا مستقيم يرغل وشو. پر دې سربیره دغه هیواد تل د روسیې، آمریکا، چین، ایران، هند، پاکستان، سعودي عربستان او داسې نورو هیوادونو د نیابتي جګړې ډګر وو. په بل عبارت، په دې موده کې افغانستان د شطرنج تختې ته ورته وه، چی نورو به په دې ډګر کې خپلې ګتې او د افغانانو په زيان لوبې کولې.
پر اوکراین د روسیې یرغل او په اړه یې نړیوالو غبرګونونو ته په کتو، دې پایلې ته رسېږو چې د نړۍ د زبرځواکونو د جګړې په جغرافیه بدله شوې ده. که څه هم موږ په اوکراین کې د جګړې او وینې تویولو په اړه خوښ نه یو، دا ویلی شو، چې دا د هیواد لپاره یوه زیری دي. که چیرې له دې فرصت څخه د ملي بنسټونو پياوړتيا او د ځان اصلاح لپاره ګته پورته نکړو، نو ښایې له لاسه ووځي او افغانستان به يو ځل بيا د جنګیالیو او ښکیلاګرو د پام وړ وګرځي او یو ځل بیا به د جګړې ډګر ترې جوړ شي.
د اوکراین په جګړه کې د روسیې بشپړه بریا به د افغانستان په شمالي پولو کې د یوه نوي زبرځواک راڅرګندېدو په معنا وي. زموږ په شمالي ګاونډ کې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونه اوس مهال هم تر ډیره روسیي پورې تړلي دي.
که چیري روسیه د نړۍ پر یوه زبرځواک بدله شي، دغه هیوادونه که وغواړي یا ونه غواړي، په اعلان شوي یا نا اعلان شوي ټوګه د روسیې متحدین او پیرو به وي. په دې صورت کې به افغانستان په خپل ګاوند کې یو جګړه غوښتونکي او پراخیدونکی زبرځواک ولري، چې بې له شکه زمونږ هیواد به د هغوی د بیلابیلو برخو پالیسو کې زیان منونکی وي.

Back to top button