ملي روغه جوړه
ښه دا ده چې ټولې چارې او تګلارې د ملي روغې جوړې، سولې او د خلکو د ارامۍ لپاره وي.
ليکوال: ظاهر څراغ
د انسان له پنځو حواسو نه يو هم د اورېدو حس دی او څه چې په کې ډېر جالب دي، هغه دا چې ځیني کلمات او خبرې په يو انسان ډېر ښه لګېږي.
د بېلګې په توګه که د سولې کلمه ياده شي؛ نو هغه انسانان چې له جګړې متضرره شوي، خامخا يو جالب حس کوي. دلته اصلي بحث د جګړې دی، چې نه يوازې په يوې ټولنې کې وېره او غم خپروي، بلکې جګړه کولای شي د لويو، لویو ملتونو د وروسته والي سبب شي.
هغه خلک چې دا مهال يې په هېوادونو کې جګړې روانې دي، دوی نه يوازې د خپل ژوند ډېرې بدې خاطرې تجربه کوي؛ بلکې په ټوله مانا ويلای شو، چې دوی له يو ډېر خراب او نامعلوم برخليک سره مخ دي.
افغانستان په خپل تاريخ کې د يوې اوږدمهاله جګړې شاهد دی.
همدې جګړې د لکونو انسانانو ژوند واخيست، ښځې کونډې شوې، ماشومان بې سرپرسته او لنډه دا چې د نورې نړۍ د عصر له ټولو غوښتنو نه دوی پاتې شوي.
افغانستان کې شاوخوا څلور لسيزې وشوې، چې جګړه روانه ده او په دې ټول پوهېږي، چې په جګړه کې سراسر تاوان دی او د يوې ټولنې لپاره ستره بدبختي زیږوي. د نړۍ په کچه ښايسته وطن (افغانستان) په وار، وار د دې جګړې له وجې په تن ټپي کېږي او لا يې هم په ټپونو د امن پټۍ نه ده لګېدلې. همداراز د يوې تلپاتې سولې د راتګ سره د ميليونونو انسانانو هيلې تړلي دي، خو لا يې دغو هيلو ته رسېدل، يوازې هيلې پاتې شوي او بس.
په دې هېواد کې ډېرو نسلونو د سولې او امن مزه ونه څکله او همداسې ارماني یې په جسمونو خاورې واړول شوې. که د انسانانو د قربانۍ تاريخ ته يوه لنډه کتنه وکړو، چې د نړۍ په کچه په جګړه کې ډیر تاوان او قرباني چا ور کړې؛ نو زه له شک پرته ويلای شم، چې افغانانو تر هر چا ډېره د جګړې له وجې قرباني ور کړې او تاوان يې کړی، خو ايا دا جګړه دې روانه وي؟
ايا افغانان د يو سوله ييز او ارام ژوند کولو حق نه لري؟
خبره دا ده، هغه ډله رهبرانو چې شل کاله د جمهوريت تر سيوري لاندې ژوند وکړ، ماديات يې ترلاسه کړل، خپل اولادونه يې د نړۍ غوره پوهنتونونو ته د زده کړو لپاره واستول، د جایدادونو، زرهي موټرو او د ميليونونو ډالرو مالکان شول، خو د دې ټولو سره سره بيا هم دوی د خپلو افرادو په مقررۍ او واک کې شريکولو لپاره د جمهوريت د شل کلن مزل حکومتونه تر سوال لاندې راوستل.
د جمهوريت د سقوط يو لوی لامل هم هغه ډله سياسي رهبران دي، چې لا هم په هېواد کې د يوې بلې جګړې اور ته پوکی کوي، ځکه چې د جمهوري نظام واک هم دوی انحصار کړی و، خو د هماغه برحاله نظام پښې يې هم وهلې.
دغه ډله رهبرانو شل کاله، د هېواد د کونډو، يتيمانو او په ټوله کې د مظلومو افغانانو وینې وزبېښلې، خو نن په ډېرې سپين سترګۍ له هېواده بهر افغانستان کې د جګړې اعلان کوي.
کله چې دوی شل کاله د جمهوري نظام په واک شريکان وو، ايا ويې کړای شول، چې د يوې سالمې فضا په راوستو کې رول ولوبوي؟
دوی څه کړي، چې افغانان يې په خپل تاريخ کې ويار وګڼي؟
لنډه دا چې د هېواد جمهوري نظام د سقوط تر ټولو لوی لامل هغه رهبران دي، چې نن په بهر کې پراته دي او لا هم د يوې بلې جګړې رامنځته کېدلو په لټه کې دي.
اوس طالبان د هېواد په ټوله خاوره واکمني لري، دا چې دوی څنګه واک ته رسېدلي، دا يو جلا بحث دی، خو دا ټولو ته معلومه ده، چې دوی ته له پخواني نظام زښتې زياتې وسلې او مهمات په لاس ورغلي؛ نو د جګړې له اړخه دوی سره ځان بندول يو څه سخته ده.
جګړې ته بايد نه ووایو او هر هغه ډله چې نور په هېواد کې جګړه غواړي، دوی ته په حقيقت کې هېڅکله د خپلو هېوادوالو ژوند ارزښت نه لري.
په بهرنيو هېوادونو کې ناست سياسي رهبران دې نور هڅه نه کوي، چې هېواد يوې بلې خونړۍ جګړې ته ننباسي؛ بلکې دوی دې راشي د سولې او تعامل له لارې دې اوسنیو حاکمانو سره جوړجاړی وکړي.
همدارنګه ملت هم دوی د څو لسیزو په اوږدو کې ازمايلي او ورته په کار نه ده، چې له بهره دلته د افغانانو ترمنځ د يوې بلې جګړې اور بل کړي.
بل دا چې طالبانو ته اوس د جګړې له ميدان وروسته سياست، د يو هېواد د ميليونونو انسانانو مديريت او حکومت ور په غاړه شوی، هېڅکله نه کېږي، چې د جګړې ميدان هم د حکومتولۍ ميدان په څېر مديريت شي.
دوی که غواړي، چې د يوې معاصرې سياسي ډلې په توګه ثابت شي، نو لومړی خو دې د نجونو ښوونځي پرانيزي، د افغانستان نور قومونه او مذهبونه دې ومني او درناوی دې يې وکړي او د حکومتولۍ په برخه کې دې اقلیتونو ته هم ځای ورکړي.
طالبانو ته په کار ده، چې خپلې سينې پراخې کړي، د خپل لوی ملت پر وړاندې دې له زغم او حوصلې کار واخلي؛ کنې هرې هغې ډلې چې دلته د خپل ملت پر وړاندې له ظلم او زياتي کار اخيستی، واکمني يې تل نه ده پاتې شوې.
طالبان به هغه وخت د يوې واحدې ډلې په توګه ومنل شي، چې په ځانونو کې د حکومتولۍ ظرفيت پيدا کړي او کنې يو هېواد هېڅکله نه کېږي، چې د جګړې ميدان په څېر اداره شي.
طالب حاکمانو ته نور نه ده په کار، چې په وړو وړو مسايلو پسې وګرځي، بلکې دلته د دې ملت اساسي غوښتنې د سولې، کار او يو ارام ژوند ترلاسه کول دي.
هو! په هېواد کې يو نسبي امن راغلی؛ خو لا بشپړه سوله نه ده راغلې او دا د طالب حاکمانو پر وړاندې ډېر لوی چلنج پروت دی، چې څنګه کولای شي افغانستان د يوې تلپاتې سولې برخمن کړي.