د رسنيو فعاليتونه

د افغانستان رسنۍ؛

د رسنيو فعاليتونه 

ليکوال: ظاهر څراغ 

نړۍ په اوسني وخت کې د رسنيو له ادرسه د يو ستر انقلاب شاهده‌ ده او همدا رسنۍ دي، چې کولای شي د يو ملت په جوړېدو کې مثبت او رغنده رول لوبوي.

بحث دا دی، چې په افغانستان کې د تحولاتو له وجې، اوسنی وضعیت خورا ترينګلی دی، مالي امکانات نشته او رسنۍ د پخوا په څېر مالي بوديجې هم نه لري؛ خو زموږ د رسنيو او خبريالانو اساسي دنده او رسالت دا ايجابوي، څو په روانو سختو سياسي او اقتصادي شرايطو کې د هر ډول ستونزو با وجود ملت ته خدمت وکړو.

په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ شوی، ډيموکراسي، د بيان ازادي او په ټوله کې د رسنيو هغه ازاد فعاليتونه هم محدود، سانسور او انحصار شوي دي، چې د تېر نظام پر مهال يې درلودل، خو لا هم د وطن داسې ريښتيني خادمان شته، چې په هر ډول شرايطو کې د خپل قلم ژبه روانه ساتي.

همدارنګه، لکه څنګه چې زموږ رسنيو د پخواني جمهوري نظام پر مهال فعاليت درلود اوس هغه ډول فعاليت هم نه لري؛ د اوسنيو حاکمانو په راتګ سره نه يوازې افغانستان په اقتصادي، سياسي، نظامي او ټولنيز لحاظ ماته وخوړه او وروسته پاتې شو؛ بلکې ددې ټولو سره، سره دې هېواد د بيان ازادۍ له اړخه هم يوه لويه صدمه وليده؛ د جمهوري نظام په ړنګېدو سره، لسګونه رسنۍ بندې شوې، زموږ د رسنيو تر ډېره حده با تجربه او تکړه خبريالان له هېواده ووتل، همدارنګه زرګونه کسان بې دندې شول او‌ له بده مرغه، تر ټولو لويه صدمه يې دا وه، چې زموږ د رسنيو اکثره ښځينه کارکوونکې بې دندې شوې او نن د ژوند يو نامعلوم سرنوشت سره مخ شوې دي؛ خو د دې ټولو ستونزو سره، سره بايد زموږ د رسنيز فعاليتونه روان اوسي.

د افغانستان اوسني وضعيت کې، يوه ډله رسنۍ دي، چې په خپل تاريخ کې ډېر مهم، خو له قربانۍ ډک پړاو تیروي، هغه دا چې د دغو رسنيو هغه کارکوونکي يا په ټوله کې خبریالان، چې د وطن د ارزښتونو، د ملي ګټو او د خلکو غوښتنو لپاره کار کوي، د مظلومو افغانانو غږ پورته کوي او د هېواد د اوسنيو حاکمانو په موجوديت کې پرته له سانسور، وېرې او ډار فعاليت کوي، دوی په حقيقت کې ډېر د ستايلو او ريښتيني اتلان دي.

نن افغانستان د اقتصادي او تر ټولو مهم د يو سياسي پړاو د تېرولو په حال کې دی، چې رسنيو او د خبريالۍ سپيڅلي کاروان مبارزینو ته په کار ده، څو د‌ ملت د ماشومانو، ښځو او غربت ځپلو افغانانو غږ تر نړۍوالو ورسوي او دا هغه وخت دی، چې دوی کولای شي د افغانستان اوسني اقتصادي وضعيت ته د نړۍوالو پام راواړوي.

که څه هم اوس د پخوا په پرتله د افغانستان پر وړاندې د نړۍوالو بنسټونو پاملرنه کمه شوې ده؛ ځکه د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه نړۍوالو رسنيو دومره توده ساتلې، چې د ټولې نړۍ پام یې اوکراينيانو ته اړولی او نن اوکراین تر افغانستان  وړاندې ټولو خواوو ته ډېر مهم دی، ځکه هلته د هر نيم ساعت په بدلېدو سره تازه او اپډيټ معلومات خپرېږي او که افغانۍ رسنۍ هم غواړي، چې د خپلو خلکو لپاره د نړۍوالو پام راواړوي او دلته بشري مرستې وشي؛ نو زه باور لرم، چې د اوسني بشري ناورين لوی مخنيوی به زموږ رسنيو کړی وي.

زما په اند، د ټولو نړۍ‌والو اصولو او مقرراتو سره، سره يوه رسنۍ، چې د کوم هېواد په قلمرو کې فعاليت کوي، هېڅکله ورته نه ده په کار، چې د دغه هېواد ملي ګټې، فرهنګي ارزښتونه او تر ټولو اړين د خلکو يووالي ته صدمه ورسوي، خو په افغانستان يوه ډله پردۍ رسنۍ وې، چې د جمهوريت د ړنګېدو تر څنګ يې د هېواد ډېر ارزښتونه تر پښو لاندې کړل او ان دا چې د جمهوريت په سقوط کې هم د دوی لوی لاس وو.

په هر حال يو هېواد کې ډېر داسې خلک هم وي، چې د وطن لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي او اوس په هغه وخت دی، چې زموږ د هېواد رسنۍ هم قرباني ور کړي؛ په پای کې دا ويلای شم، چې ژورناليزم د سپيڅلتيا، مهربانۍ او حقايقو ژبه ده او هغه کسان، چې په دې سپيڅلي مسلک کې کار کوي، بايد د خپل ملت زړونه وګټي او هېڅکله بايد د عدالت غږ چپ نه کړي، څو خدای مه کړه د هېواد ملي ارزښتونو، د خلکو يووالي او غوښتنو ته صدمه ورسېږي.

Back to top button