د لوګر د ازرې ولسوالۍ
په دې راپور کې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ ته لنډه کتنه کوو.
راپور: سیف الرحمان غریب یار
پنجره
د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمېر لوستو ځوانانو پنجره ورځپاڼې ته د دې ولسوالۍ په اړه داسې وویل، ازره ولسوالۍ ډېر پخوا د کابل ولایت یوه اړونده درېمه درجه ولسوالۍ وه چې بیا وروسته د لويې پکتیا اړونده ولسوالۍ شوه، چې اوس مهال د لوګر ولایت دویمه درجه ولسوالۍ ده.
د لوګر ولایت یاده سرحدي ولسوالۍ د لوګر له مرکز پل علم ښار څخه کابو (۹۰) کيلو متره د لمر خاته خواته پرته ده چې د مرمۍ په سیمه کې د ډېورنډ له کرغړنې کرښې سره شاوخوا (۱۲) کیلو متره ګډه پوله لري.
د دې ولسوالۍ یو ځوان باتور احمدزی وایي، چې د ازرې ولسوالۍ ډېری سیمه غرنیزه ده چې غرونه یې په طبیعي ځنګلو پوښل شوي دي.
هغه زیاتوي، د ازرې ولسوالۍ د یوې اوږدې درې په څېر دنګو دنګو غرونو کلا بنده کړې ده چې غرونه یې ګڼې ونې او پرېمانه بوټي لري، د دې ولسوالۍ جوړښت ډير په زړه پورې دى، درې درې غرونه لري، ځينې درې یې لودیځ نه د ختیځ په لور شمال نه د سویل په لور سویل نه د شمال په لور او د اسمان څکې سپین غره (سیکارام ) لوړې څوکې څخه ځینې درې د سویل ختیځ نه د شمال لودیځ په لور غځېدلې دي چې ټولې درې مرکزي درې ته ور ګډې شوې دي، یوازې د توره پاڼې او خړې تیږې له درې پرته چې هغه د آریوب ځاځیو د لوديځ درې سرچینه جوړه وي.
د ازرې ختیځ او شمال ختیځ ته د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ جوکان، سپینه کلا، ناور سيمې او د ولسوالۍ مرکزي سیمې او وچ خوړ موقعت لري.
د ازرې شمال ته د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ د خاک جبار کتارې سیمې د ننګرهار د حصارک علی شېر ناصر او د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د مس عینک کان سیمه چې د کابل له موسهي ولسوالۍ سره نښتې ده پرته ده.
د دې ولسوالۍ لمر لوېده ته د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب دره او همدارنګه د خوښۍ ولسوالۍ د دوبندي او کارېزو چیناري، ارپښ او د لټه کورې سیمې او د زرګل غر پروت دی. او سویل لوېدیځ ته یې د پکتیا ولایت د زر ګل تنګي او احمد ابا، توره پاڼې او مچلغو سیمې پرتې دي.
د ازرې سویل ته د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د کړکین غره، علي خېلو ولسوالۍ د کټه سنګ خرلوټی او درکیان شوم خېلو دره کسڅګي، مټونګۍ غر، خر چتل کلی او رویدار سیمې پرتې دي.
د یادې ولسوالۍ سویل ختیځ ته د سپین غر منډیر، کړکۍ (مرمۍ)کنډو ته نږدې د کورمې ایجنسۍ سره (۱۲) کیلو متره له ډېورېنډ کړغېړنې کرښې سره ګډه پوله پرته ده.
ځینې شفاهي ادبیات او اوسني مخکښان د ازرې ولسوالۍ د وجه تسمیې په اړه دوه نظرونه لري
په ډېرو نکلونو کې راغلي چې له اسلام نه وړاندې وختونو کې د سونیانو په پاچاهي کې د افغانستان په جنوبې برخه کې د کابل لرغوني ښار ته نږدې يو لرغونى ښار وه،
د دې لرغوني ښار د موقعت په اړه بېلا بېلې حوالې ورکړل شوې دي، څوک یې د اوسني لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د ځمکې لاندې ښار بولي، ځينې یې بیا د لوګر د عینکو د مسو کان ته څېرمه، د ځمکې لاندې ښار بولي،
خو ځینې لوګر مېشته پخواني خلک یې د کافر کلا یا پورک بولي.
شفاهي نکلونه زياتوي، چې د نوموړي ښار پاچا هېڅ زوی نه لاره او یوازې درې لوڼې(شهزادګۍ) درلودې؛ تېره، ازره او میرزکه يې نومونه ول.
دوی د خپل پلار له وفات وروسته یې هرې یوې د وړو پاچاهیو سیمې ځانته غوره کړې او پلرنۍ شتمنۍ هرې یوې له ځان سره ولېږدوله.
نو ازره د یوې شهزادګۍ نوم وو چې هلته یې وړه پاچاهي لرله، د دې وړې پاچاهي مذهبي چارې یې په خپله پر مخ وړې او د اسلام مبارک دین له راتګ سره سم یې مذهبي مشرتوب د هغې د اولادونو له لاسه ووت
د ازرې اوسني خلک د ازرې په سرو غونډیو کې پخوانۍ پاچاهي تاییدوي چې په کې ګړي او له ځمکې لاندې زاړه دېوالونه موندل کیږي.
ډېر پخوا ځینې نکل کوونکو ویلي، چې (کابل کې ځکه سلیمان علیه سلام د غرمې خوب کاوو چې له همدې لارې به له ختيځ څخه لوېدیځ او له سویل څخه شمال ته تېرېده او تر هغه وړاندې او وروسته ډېرو پاچاهانو به کابل کې هستوګنه کوله هر چا به چې وغوښتل د پکتیا کورمې او ننګرهار له لوري د کابل په شاهانو حملې وکړي، له ازرې به يې کتنه کوله او کابل شاهانو له نظامي ارزښته ډکه سیمه ازره د دفاع په نوم ساتله، دوی به دې سيمې ته د دفاع وزر نوم ورکاوو چې وروسته ازر او په ازرې بدله شوه.
مفتي شمس الرحمن بیا د ازرې په اړه داسې نظر څرګند کړی دی، ازره له ازر څخه اخیستل شوې او د ازر ريښه وزر دى، دى وايي حضرت موسی علیه سلام، الله تعالی ته سوال وکړ چې زما ملا او بازو د زورور په ملاتړ مضبوط کړه نو ازره د کابل مټ او مقاومت وزر ازره ده.
د ډېورېنډ له کورمې ایجینسۍ سره د لوګر د سرحدي ولسوالۍ ازرې په جنوب ختیځ کې سرحدي کلي او مېشت قومونه د مرمۍ په سیمه کې عبارت دي، له معروف خېل، شېخان، درکي خېل او دادي خېل چې دا قومونه د خروټو قوم سره تړاو لري.
رضا خېل، څېړۍ او نغلک چې په دې سیمو کې شینواري او ملاخېل هم لږ لږ شته.
د ډېوړینډ کرښې هاغه غاړه کلي، د ګبی په سیمه کې د تري منګل، کوتري، سور سورنګ، ګل بزنه او علي منګوله.
د سپین غره په لمن کې د برې پښتون خوا( کورمې ایجینسۍ) خروټي، پېواړ، شېروزان او د پاړه چینار سرحدي کلي پراته دي.
د ازرې ولسوالۍ په سویل کې د پکتیا ولایت سره سرحدي کلي د لکۍ په سیمه کې، شېخان، رضاخېل، درکي خېل، دادي خېل او منګل دره.
ګودګی، سرګل، میر خېل، بلوټ او رویدار دره.
د سپین جومات په سیمه کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ازرې سرحدي کلي:
سلطان خېل، سپين جومات، هسکه مېله او اوبښتۍ دره.
د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ازرې له ولسوالۍ سره سرحدي کلي:
تختکى، خر لوټی او د ځاځیو خر چتل.
د ازرې ولسوالۍ له پکتیا ولایت سره په جنوب لودېځ کې د احمد ابا له ولسوالۍ سره سرحدي کلي د خړې تیږې په سیمه کې:
صدي خېل، جانبې خېل، صاف خېل، د خړې تیږې او توره پاڼې په شمول.
له ازرې سره د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ سرحدي کلي: د ځاځیو غوږیزه، برګیان او سپينه کلا.
د خوښۍ له ولسوالۍ سره د ازرې له ګمران، اره پښ او لټکورې په سیمه کې: قاسم خېل، جان خېل، دادو خېل، علیم خېل او حنیف خېل.
په لوېديځ کې د ازرې له ولسوالۍ سره د خوښۍ ولسوالۍ سرحدي کلي د لټکورې په شاو خوا کې د دوبندي دره، د کنډاوو د شېخ ملي، بریم ، شېراغه، ګاوجه او د درخ کلي پراته دي.