د پیرمحمد کاروان نوی غزل
د پیر محمد «کاروان» نوی غزل.
دا دکانداره سپوږمۍ تاته هم سودا درکوي
ته پرې خوبونه خرڅوه دا به رڼا درکوي
ته چې هندارې ته خپه راشې خپه به ګرځې
که ورته و موسې هنداره به موسکا درکوي
پر باغ ډبرې وروې ولې قاتله د ګل
ګل په کې وکره ګلونه به صحرا درکوي
مینه اخلاص دې که د راز له معشوقې سره وي
راز به دې وساتي مچکه به په غلا درکوي
د آزادۍ کړکۍ زندان ته هم په پښو راوله
ورشه بندي یوسف خوبونو ته معنا درکوي
د بلبلکو ژبې مه تړه په تار د ستم
چې پېغورونه ګلابونه د دنیا درکوي
ډبرې وتراشه کاروانه د هنر په تېشه
مخ د ساقي به په کې وګورې مینا درکوي