د جمهوري نظام وروسته د رسنیو وضعيت

رسنۍ او د ټولنې د شعور وده

د جمهوريت سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې مدني ټولنو، رسنیو او تعليمي برخو، چې په تېرو شلو کلونو کې څومره پرمختګ کړی وو، اوس مهال دغو ټولو برخو ته يو لوی زيان اوښتی دی. له اوضاع نه معلومیږى چې رسنۍ له سقوط سره مخ دي او پر وړاندې يې سترې ننګونې رامنځته شوې دي.
د جمهوري نظام را وروسته، د رسنيو بازار لکه د نجونو تعلیم په څیر، سوړ او سست دی.
بلخوا د طالبانو حکومت هم نه غواړي، چې رسنۍ په ازاد ډول فعالیت وکړي او د خلکو لپاره د نړۍوالو غوښتنې پوره شي.
د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل، د اقتصادي او سیاسي دلایلو له مخې د رسنیو بندول د ټولنې کلتور، پوهنې او د خلکو پوهاوي ته نه جبرانېدونکې زیان اړولی دی.
په داسې حال کې، چې د مطبوعاتو او د بیان ازادۍ مسئله له اوږدې مودې راهیسې، په ځانګړې توګه د بشري حقونو د نړۍ‌والې اعلامیې (1948) وروسته، د نورو انفرادي او ټولنیزو حقونو او ازادیو سره په موازي توګه، لکه: د سیاسي فعالیت ازادي، د محکمې حق او د وکیل درلودل، بندیانو ته د سپکاوي مخنيوی کول، د ښوونځیو ساتنه او د ټیلیفوني خبرو اترو ازادي، د ټولنو او اتحاديو رامنځته کول او د انتخاب حق د نړۍ په ډېریو هیوادونو انعکاس کړی او خلک يې پابندي د ځان په ګټه ګڼي.
هغه ټولنه چې فکري ازادي او هوساینه یې ترلاسه کړې وي، کولای شي، چې له فرهنګي او سیاسي پلوه پرمختګ وکړي؛ د ازادو رسنيو له حضور او د فرهنګي بنسټونو له پياوړتيا پرته خلک سياسي شعور ته نه دي رسېدلي او تل د جهالت، تعصب او ړندو وياړونو په دېوالونو کې بنديان دي چې دا هېڅکله وياړ نه شي کېدای؛ ناپوهي نه يوازې دا چې د پرمختګ، پخلاينې او ملي هوساینې بنسټونه له منځه وړي او د وطنپالنې پر روحيې مرګوني ګوزارونه کوي، بلکې پر ټولنه يوه بله بدبختي مسلطه کوي او دا د هېواد له سياسي برخليک څخه بې پروايي ده.
په هر حال په دې اړه وخت شاهد دی، چې دوی د خلکو له بیدارۍ او ازادۍ ویره لري، د مذهب په نوم هغه اشخاص او ډلې چې د ازادۍ، ډیموکراسۍ او برابرۍ خبرې کوي، خو په حقيقت دوی د خلکو د سپیڅلي باور سره لوبې کړي دي.
د افغانستان ولسونو ترمنځ مينه، يووالی او ورورګلوي د يو بل په وينه کې څپې وهي او هېڅوک نه شي کولای دغه اړيکه‌ پرې کړي.
دا هغه واقعیتونه دي چې د افغانستان خلکو د خپل ژوند په هره شېبه کې تجربه کړي دي.
د مطبوعاتو په حضور کې به خلک له ستړیا او په جهالت کې ژوند کولو څخه خلاص شي، ټولنه به د بې حسۍ له سختې ناروغۍ څخه راوباسي، مطبوعات د ټولنې هغه وګړي ويښوي، چې د ناخبرۍ په خوب ويده دي.
د بیان د ازادۍ په غوړیدو سره خلک ځانونه د خپل برخلیک اصلي معماران ګڼي او کولای شي چې د ژوند په ټولو برخو کې له یوې خوا د حکومت د کړنو پر وړاندې عکس‌العمل وښيي او له بلې خوا د چارو په ښه کولو کې له دولت سره مرسته وکړي.
د بیان او قلم په ازادۍ کې د ولس او دولت متقابل حقونه تشریح کیږي او د خلکو د ګټو او د ټولنیز عدالت پر بنسټ د حل لارې او اړتیاوې ټاکل کیږي.
مطبوعات ازاد دي او یو ماموریت يې دا دی، چې د دولت د دندو په ټاکلو کې د خلکو وړتیاوې په مختلفو څانګو کلتوري، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي لارښوونو کې تعریفوي.
همدا مطبوعات دي، چې د حکومت پر پروګرامونو، دندو انتقاد او ارزونه کوي او د اجرائیه څانګې د نظري او عملي پلانونو پیاوړتیا او کمزوري په ګوته کوي.
مطبوعات د يو هېواد پر ټولنيز ژوند کې رغنده رول لوبوي، چې د يو هېواد حاکمان يې هېڅکله بايد له پامه ونه غورځوي‌.
په لنډه کې ويلای شو، چې مطبوعات کولای شي د يوې ټولنې د قانوني شخصيت ساتنه وکړي.
د مطبوعاتو ازادي کولای شي په ډېره ښه توګه د ذهنونو په روښانولو، د ملي ارزښتونو په ساتلو او د هېواد په کورنیو چارو کې د خلکو د ګډون او د نړۍوالو پرېکړو څخه د خبرېدو په برخه کې يو بنسټیز رول ولري.

Back to top button