ليكوال او لوستونكي

ليکنه: اسدالله غضنفر 

ليکوال او لوستونکي:

ځينې ليكوال په ځان ميئن وي او ځينې نور له لوستونكي سره خواخوږي لري. موږ د دغه دوه ډوله ليكوالو اخلاقي دريځ او روحيه د دوى له ليكنو پېژندلاى شو.

كه ليكوال د اسانه لغت په ځاى بې ضرورته په مشكله كلمه پسې ګرځي، دى شايد هغه څوك وي چې لوستونكي ته درناوى ونه لري. د دۀ اصلي دلچسپي ممكن دا وي چې لوستونكى د پوه او عالم بنيادم په سترګه ورته وګوري. كه ليكوال هغه خبره چې په يوه كرښه كې كېږي په لس كرښو كې بيان كړي، دى له لوستونكي سره خواخوږي نه لري، دى غواړي د ډېرو لیکنو ليكوال وبلل شي.

له لوستونكي سره د خواخوږي لرلو او نه لرلو توپير يوازې د ليكنې له سبكه نه بلكې د موضوع له انتخابه هم را معلومېداى شي. دنيا له بې شمېرو موضوعاتو ډكه ده. كه موضوع ته له دې نظره ونه ګورو چې لوستونكو ته څه ګټه رسولاى شي، موږ ممكن د هغو وخت ورضايع كړو. ليكوال بايد په دې غور كړى وي چې ليكنه يې د چا لپاره ده او كوم قشر ته مخاطبه ده؟ ايا ليكوال د مخاطب كومه اړتيا پېژندلې او د ده په ليكنه كې د اړتيا د لرې كولو هڅه شوې ده؟ ايا دى مخاطب ته هغه خبره كوي چې مخاطب ورڅخه هسې هم خبر دى او كه څۀ نوي څۀ ورته لري؟

هغه ليكوال چې له لوستونكي سره مينه لري، هغه ته د موضوع د كمي مشكل نه ورپيدا كېږي ځكه له لوستونكي سره مينه له ځانه د راوتلو او جهان ته د كتلو سبب ګرځي. په ځان ميين ليكوال په كم وخت كې د موضوعاتو د تكرارولو په ناروغۍ اخته كېږي.

په تېرو زمانو كې چې عام ولس نالوستى و او د ګڼو ليكوالو اصلي مخاطبان د دوى شتمن حاميان او درباريان وو ،په ځان مينو قلموالو كابو ټول پام دې ته كړى و چې هغه څوك خوشحاله كړي چې دوى ته یې انعامونه ورکولای شول، خو نن ورځ چې ليك لوست تر ډېره حده عام شوى دى نو په ځان ميين ليكوال ممكن عوام فريبي وكړي، ممكن يوازې هغه خبرې وكړي چې ولس ورته چك چې كوي. خو په ولس ميين ليكوال ممكن ډېر ځله داسې خبرې هم وكړي چې له عام پسنده نظرياتو سره په ټكر كې وي. دغه ليكوال ځكه داسې كوي چې دى له ولس سره د زړۀ له تله خواخوږي لري. دى دې ته اهميت نه وركوي چې ډېر كسان يې صفتونه وكړي ، بلكې ډېر پام يې دې ته دى چې ستونزې اوارې او غوټې پرانيستل شي. پخوانو متل كړى دى چې دښمن به دې وخندوي او دوست به دې وژړوي.

ايا ليكوال بايد يوازې په دې خاطر چې په ځان مين ونه بلل شي، له لوستونكو سره مينه ولري؟ ځواب منفي دى. ليكوال په خپل كار كې د واقعي پرمختګ لپاره او يا په بله ژبه له ځان سره د واقعا ښه كولو لپاره دې ته اړ دى چې له لوستونكو سره مينه ولري. له لوستونكو سره مينه د دې سبب كېږي چې په ليكنه كې يې وضوح او ښكلا پيدا شي، ، چې داسې څه وليكي چې د لوستونكي زړۀ ته لاره وكړي او ټولنې ته خير ورسوي. واقعي ليكوالي واقعي مينه غواړي.

Back to top button